د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په بنو او لکي مروت کې یو پوسته او یو کور په بم الوځولي

 د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې په دې وروستیو کې ناامنۍ لا زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې په دې وروستیو کې ناامنۍ لا زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروتو کې ناڅرګندو وسلوالو د پولیسو یوه چوکۍ او یو کور په بارودي موادو الوځولي دي.

د بنو پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه ناڅرګندو وسلوالو په ډومېل وزیر سب ‌‌ډیویژن سیمه کې د پولیسو یوه چوکۍ په بارودي موادو الوځولې ده.

د پولیسو بیان زیاتوي چې په دې پېښه کې مرګژوبله ځکه نده رامنځ ته شوې چې پولیسو یاده چوکۍ څو ورځې وړاندې خالي کړې وه.

بل پلو د لکي مروتو د پولیسو ویاندې قدرت الله د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو د پولیس عسکرو او وروڼو اشفاق او عرفان کور په بارودي موادو الوځولی دی.

قدرت الله وویل چې اوسمهال په دې کور کې څوک نه وو نو ځکه څه ځاني زیان نه دی اوښتی.

بنو او لکي مروت د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دي چې په دې وروستیو کې پکې ناامنۍ لا زیاتې شوې دي.

په بنو کې د فبرورۍ پر ۲۱مه هم د وسلوالو او پوځ ترمینځ په جګړه کې د پوځ په وینا، دوه پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي وو.

په لکي مروت کې بیا د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو یو پولیس په ډزو وژلی وو او د فبرورۍ پر پینځمه یې بیا د ګیس نللیکه په بارودو الوځولې وه.

XS
SM
MD
LG