د جنوبي وزیرستان په مکین کې نامعلومو وسلوالو دوه حکومت پلوه طالب قوماندانان وژلي دي.
د لدې سب ډویژن د پولیسو مشر ډي اېس پي هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ په ۱۳مه ناوخته ماخوستن مهال په زېړ سر سیمه کې نامعلومو وسلوالو د حکومت پلوو یا د ده په خبره پر "ښو طالبانو" برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سنګرمل او چینار په نامه قوماندانان ووژل شول.
پولیس او ځايي خلک حکومت پلوه طالبان د امن کمېټۍ په نامه هم پېژني او د "ښو طالبانو" نوم هم ورته اخېستل کېږي. او د طالبانو هغه ډلې چې د حکومت پر ضد جنګېږي ورته "د بدو طالبانو" نوم اخیستل کېږي.
کومې وسلوالې ډلې د حکومت پلوو طالب قوماندانانو د وژلو مسوولیت قبول کړی نه دی او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله وخت په وخت د حکومتي چارواکو، پوځي سرتېرو او پولیسو ترڅنګ وخت په وخت په هغو وسلوالو هم بریدونه کوي چې حکومت پلوي دي.
پر دې سربېره د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ هم وخت په وخت په نښتو کې دواړو لوریو ته مرګژوبله ور اوړي.
د جنوبي وزیرستان تر څنګ په شمالي وزیرستان او په بنو کې هم وخت په وخت د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمینځ نښتې شوې دي چې پکې دوی ته مرګژوبله هم اوړېدلې ده.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.