د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي مشران ولې پر یو بل مذهبي تورونه لګوي؟


پاکستاني سیاستوالان د جلسو پر مهال خپل رقیبان تورنوي چې د مذهب سپکاوی یې کړی: انځور له ارشیفه
پاکستاني سیاستوالان د جلسو پر مهال خپل رقیبان تورنوي چې د مذهب سپکاوی یې کړی: انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي فضا تاوژنه ده، سیاسي مشران په یو بل د مذهبي اقدارو څخه د سرغړونو تورونه پورې کوي.

د سېپټېمبر په ۱۴مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ (ن) یو مشر او وفاقي وزیر جاوید لطیف وویل چې عمران خان اسلام د خپلو سیاسي ګټو لپاره کاروي او داسې څرګندونې یې کړي دي چې د اسلامي عقایدو سره په ټکر کې دي.

نوموړي وویل:

"دی (عمران خان) او پلویان یې وايي چې په قبر کې به پوښتنه کیږي چې تاسو د عمران خان مرسته کړې ده او که نه؟ دا خو د اسلام په بنیادونو بریدونه کیږي او قادیانیت ته وده ورکول کیږي. هر اداره باید سوچ وکړي او خپل کردار ولوبوي. که چیرې دا فتنه خپره شوه نو بیا به په پاکستان کې د ایماندارو او کمزوري ایمانونو لرونکي تر مینځ وینه توییږي، کومه چې دې (عمران خان) غواړي."


جاوید لطیف په اسلامي نظریاتي کونسل او متعلقه ادارو غږ وکړ چې د عمران خان مخه دې ونیسي او هغه له د اسلامي عقایدو پورې د ټوقو کولو اجازه ورنکړي. خو د اسلامي نظریاتي کونسل مشر او دیني عالم ډاکټر قبله ایاز وايي چې د سیاسي ګټو لپاره په یو بل د کفر فتوې لګول یو ناوړه کار دی او باید ډډه ترې وشي. نوموړي بیګا (د سېپټېمبر پر ۱۶مه) مشال راډیو ته وویل چې سیاسي مشران دې په یو بل تعمیري تنقید کوي خو اسلامي مقدسات دې تر مینځ نه راولي.

ډاکټر قبله ایاز وايي:

"بالکل د کفر فتوې لګول پکار نه دي. یقیناً چې له دې سره یو ډیر مشکل صورتحال جوړیږي ځکه چې زمونږه د سیاسي مشرانو د ویناوو اثر په ځوانه طبقه او نورو خلکو کیږي. نو ځکه دا رقم ماحول او محاوره ځوانانو ته هم منتقل شي. نو له دې کبله باید له دې ډډه وشي. دلته بدبختي دا ده چې د خپلې بیانیې د مقبولیت لپاره دوی مختلفې لارې چارې ګوري، زمونږ خو مشوره دا ده چې په دې کې ډېر محتاط اوسیدل پکار دي."


دا لومړی ځل نه دی چې سیاسي مشران د یو بل پر ضد مذهب کاروي او یو بل د اسلام نه په منحرفېدو تورنوي. تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي او ولسي مشران د اسلام او پاکستان سره په غدارۍ تورن شوي او وخت په وخت د مذهبي اختلاف په نامه تشدد هم رامنځ ته شوی دی. سمیع خان په اسلام اباد کې د یوې غیرسرکاري ادارې سره د مذهبي هم اهنګۍ په چارو کې کار کوي. هغه وايي، باید د داسې تورونو پر ځای د ولس د ستونزو د هواري لپاره کار وشي. نوموړی وړاندې وايي:

"دا خو اوس په پاکستان کې یوه عادي خبره ګرځیدلې ده چې خلک په یو بل تورونه پورې کوي خو عام تورونه کار نه کوي او تر ټولو زورور تور مذهبي تور وي چې لکه فلانکی قادیانې دی، احمدي دی او یا د یهودیانو ایجنټ دی. اسلام یا د مذهب چې کوم کارډ دی، زمونږ په وطن کې یې ښه دکانداري کیږي. څنګه چې په نورو ملکونو کې نور قدرونه وي، دلته مذهب فروشي یو رواج ګرځیدلی دی. ځوانان تقابلي جایزه نه شي کولی نو له دې کبله یې په ځوانانو ډیر بد اثر پریووځي."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق د دورې راهیسې مذهبي سخت دریځۍ وده کړې، بیلا بیلې مذهبي فرقې په وجود کې راغلې دي او د سیاسي ګټو او ذاتي ګټو لپاره د مذهب استعمال یو عادي کار ګرځیدلی دی چې په نتیجه کې یې د خلکو د اصلي ستونزو د هواري پر ځاي نورې هم پیچلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG