د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي د کراچۍ پولیسو نور الله ترین او د غورځنګ ۵ نور غړي نیولي دي


نور الله ترین په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
نور الله ترین په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وایي، پولیسو یې د کراچۍ مشر نور الله ترین او پینځه نور غړي نیولي دي، خو پولیس یې په اړه ناخبري ښيي.

په کراچۍ کې د غورځنګ يو مخکښ محمد الله مسيد د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې ترین او ملګري یې د شنبې (خالي) پر ورځ د ګلزار هجري تاڼې پولیسو پر یوې مسلې د خبرو یا معلوماتو لپاره ورغوښتي ول او همهلته یې نيولي دي.

مسید وویل، په نیول شویو کې عادل شاه، يار محمد، ثاقب انګار، قسمت پښتين او حکمت الله پښتين شامل دي.

هغه زیاته کړه چې که پولیس هغه کسان خوشې یا عدالت ته وړاندې نه کړي نو په غبرګون کې به یې مظاهرې پيل کړي.

خو د ګلزار هجري تاڼې ډي اېس پي سهيل فيض له مشال راډيو سره په خبرو کې د ترين او نورو کسانو نیول تایید نه کړل. هغه وویل چې د ده د تاڼې پولیسو ترین او د غورځنګ نور غړي نه دي نیولي.

د پي ټي اېم کراچۍ کمېټۍ يو غړي هدايت الله پښتين د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، د ترین او نورو ملګرو په لټون کې دي خو تر اوسه ورته پوليسو يا کومې بلې ادارې معلومات نه دي ورکړي.

د غورځنګ د کراچۍ څانګې مشر نور الله ترین او نور غړي د خلکو د بېلابېلو مسلو د هواري لپاره اکثر تاڼو ته ځي او هلته له پولیسو سره ملاقاتونه کوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کال کې هم پولیسو ترین او یوشمېر ملګري یې نیولي ول چې بیا یې په ضمانت خوشې کړل.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر عالمزېب مسيد وايي چې ریاستي ادارو یې له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې د مخکښو مشرانو، غړو او پلویانو نیول پیل کړي دي او بې له مقدمو یې په زندانونو کې ساتي.

په وروستیو کې پولیسو او امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

پي ټي اېم وایي، امنیتي ادارو یې یو فعال ګیله من وزیر د جولای پر څلورمه په پېښور کې له هوايي ډګر سره نېږدې نيولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو وزیر د امنیتي ادارو پرضد د کرکې خپرولو په تور نیولی دی.

تر دې مخکې د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر ونیوه چې د جون پر ۲۴مه یې ضمانت منظور شو.

د جون پر ۱۶مه د ډېره اسماعیل خان صدر تاڼې پولیسو د غورځنګ بل مخکښ عالمزېب مسید او د هغه خوریی محمد سجاد له خپله کوره ګرفتار کړي ول او دعوه يې کړې وه چې له هغوی سره یې "چرس نیولي" دي. د هغوی ضمانت د جون پر ۲۶مه وشو.

دا راز د مې پر ۳۰مه امنيتي ځواکونو د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر، جلال خان او زکیم وزیر هم ونيول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو فعالانو د نیونې ضد د جون پر نهمه په میرلي کې پرلت پیل کړی وو چې وروسته یې میرامشا ته وغځاوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۲۵مه وویل چې پر دې شرط د یوې اوونۍ لپاره خپل پرلت ځنډوي چې نیولي ملګري به یې خلاص شي.

XS
SM
MD
LG