نور الله ترين وايي په کراچۍ کې د پښتنو اېتلاف لپاره هڅې روانې دي
په مشال مرکه کې دا ځل په کراچۍ کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر نورالله ترين مېلمه دی. نوموړی د بلوچستان له پښين ضلعې سره تعلق لري او په ۱۹۹۵ز کال کې کراچۍ ته کډه شوی وو. نور الله ترين له ۲۰۰۵ز کال راهيسې په کراچۍ کې د سياسي او مدني فعال په توګه کار کوي. ترين وايي، په کراچۍ کې پښتانه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او تر ټولو لويه ستونزه يې سياسي ده. د ده په خبره د پاکستان تر ټولو لوی ښار کې د ټولو پښتنو پر يو ځای راغوڼدلو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي او ځينو پښتنو مشرانو ورسره منلې هم ده. نوموړي زیاته کړه چې په کراچۍ کې د پښتنو د ګډ اېتلاف په اړه عملي اقدامات روان دي. له ترين سره بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟