د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مخکښ فعال حنیف پښتین تر ۴ کلن بند وروسته خوشې شوی دی


حنیف پښتین (له ښي لوري دویم) عدالت ته د حاضرېدو پر مهال - پخوانی انځور.
حنیف پښتین (له ښي لوري دویم) عدالت ته د حاضرېدو پر مهال - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال حنیف پښتین وکیل وايي چې هغه تر څلور کلن بند وروسته له زندانه خوشې شوی دی.

عرفان پیرزاده د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د بنو عدالت قاضي د چارشنبې (شورو) پر ورځ د اورېدنې پر مهال پر هغه لګېدلي تورونه ناسم وبلل او د بري کولو امر یې وکړ.

د غورځنګ مشر منظور پښتین او د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ هم ویلي دي چې حنیف پښتین له زندانه خوشې شوی دی.

حنیف پښتین د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر ۱۴مه په بنو کې له خپل کوره نیول شوی وو او له هغه وخت راهیسې په زندان کې وو.

پولیسو پر نوموړي تور پورې کړی وو چې د استخباراتي ادارې یو کارکوونکی یې ویشتلی وو او دوه پولیس یې په ډزو ژوبل کړي ول.

لومړی پر هغه په درج شوې مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې هم لګول شوې وې خو وروسته د پېښور های کورټ هغه ليرې کړې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړي ول او د هغه پرضد یې جوړه شوې مقدمه بې اساسه بللې وه.

محسن داوړ د جولای پر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي: "حنیف پښتین د څلورو کلونو تر بند وروسته بالاخره خوشې شو."

هغه د بنو زندان له وره سره نېږدې له حنیف پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مخکښ فعال فهیم وزیر سره انځور اخیستی او پر ټوېټر یې خپور کړی دی.

تر اوسه پورې پولیسو د پښتین او وزیر خوشې کېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه د پښتین په خوشې کېدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده او د هغو ټولو مننه یې کړې چې د هغه د خلاصون هڅې یې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو کلونو کې د پښتین او نورو فعالانو د خوشې کولو لپاره په بیا بیا مظاهرې او لاریونونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG