د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد احتجاجونه کړي دي


د تحریک انصاف پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه په کراچۍ کې په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد احتجاج وکړ.
د تحریک انصاف پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه په کراچۍ کې په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد احتجاج وکړ.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په هغه هېواد کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد احتجاجونه کړي دي.

پي ټي ای پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې نن (د فبرورۍ پر ۱۷مه) د لاهور په ګډون د پنجاب صوبې په یو شمېر سیمو کې په انتخاباتو کې د ټګيو خلاف پرامنه احتجاج کوي.

پر پنجاب سربېره د هغه ګوند پلویانو د پاکستان په يوشمېر نورو سيمو کې هم د فبرورۍ پر ۱۷مه احتجاجونه وکړل.

په لاهور کې پوليسو او ځايي انتظاميې د احتجاج کوونکي د پرېس کلب مخې ته پرېنښوول چې وروسته هغوی د خپل ګوند د دفتر مخي ته احتجاج وکړ.

دلاهور پوليسو د پي ټي ای يو ځايي مشر سلمان اکرم راجه او ځينې نور کسان ونيول، خو د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير پر اېکس ليکلي چې سلمان راجه او ځينو نورو کسانو د سړک بندولو او قانون په خپلو لاسونو کې د اخيستو هڅه وکړه چې پوليسو ونيول او وروسته يې بېرته خوشې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.

هغه تور پورې کړ که په انتخاباتو کې ټګۍ نه وای شوې نو ګوند به یې په وفاق کې زیاتې څوکۍ ګټلې وای.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ او څلور واړو صوبایي اسمبلیانو لپاره ټولټاکنې وشوې چې ځینې ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګولي دي او احتجاجونه یې پیل کړي دي.

په بلوچستان کې د څلورو سياسي ګوندونو اتحاد د فبرورۍ پر ۱۶مه د هغې صوبې په يوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وکړل.

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړی او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مينګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د څلورو ګوندونو د اتحاديې پلويانو ته وينا کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د څلورو ګوندونو د اتحاديې پلويانو ته وينا کوي.

دغه څلور ګونديز اتحاد د فبرورۍ پر ۱۸مه په بلوچستان کې پیه جام هړتال هم اعلان کړی دی.

بل خوا د فبرورۍ پر ۱۷مه د هغې صوبې په ډېره بګټي، ګوادر او تربت کي هم بلوڅ ملتپالو په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو خلاف پرلت وهلی دی.

هلته په سیند صوبه کې ګرېنډ ډیموکرېټیک الاینس (جي ډي اې) او جماعت اسلامي د فبرورۍ پر ۱۶مه احتجاج وکړ او په انتخاباتو کې یې د ټګۍ تورونه ولګول.

پر دې سربېره، عوامي نسشنل ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."

دا راز د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د انتخاباتو پایلې رد کړې او زياته يې کړه چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ګوندونو پر څوکیو کښېني او احتجاجونه به پيلوي.

خو د انتخاباتو کمېشن په بیا بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر امنیتي چېلنجونو سربېره یې انتخابات په شفافه ډول ترسره کړل. کمېشن دا هم ویلي دی چې که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

XS
SM
MD
LG