د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د انتخاباتو لغو کولو خواست د اورېدنې لپاره منظور کړی دی


په پاکستان کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان سپريم کورټ (سترې محکمې) د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لغوه کولو لپاره درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړی دی.

سپريم کورټ د فبرورۍ پر ۱۶مه پر خپله ووبپاڼه د مقدمو د اورېدنې نوملړ خپور کړی دی چې په کې د انتخاباتو په اړه د هغه درخواست اورېدنه يې په سر کې ده.

د پاکستان د چيف جسټس قاضي فایزعيسا په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ به د فبرورۍ پر ۱۹مه د هغه درخواست اورېدنه کوي. جسټس محمد علي مظهر او جسټس مسرت هلالي په هغې جرګګۍ کې شامل دي.

په درخواست کې غوښتنه شوې چې د فبرورۍ اتمې انتخابات دې لغوه شي او د حکومت جوړولو بهیر دې ودرول شي.

په درخواست کې دا هم ويل شوي چې په ۳۰ ورځو کې دې نوې انتخابات د عدليې تر څارنې لاندې وشي. دا راز دې په انتخاباتو کې د ټګيو پلټنې وشي او د ذمه وارو کسانو پر ضد دې د کاروايی امر ورکړل شي.

دا درخواست څو ورځې وړاندې د علي خان په نوم یو تن په سپريم کورټ کې دایر کړی او نګران مرکزي حکومت او د پاکستان انتخاباتي کمېشن پکې فريق جوړ کړل شوي دي.

پاکستان کې ګڼو ګوندونو په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ او څلور واړو صوبایي اسمبلیانو لپاره ټولټاکنې وشوې چې ځینې ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګولي دي او احتجاجونه یې پیل کړي دي.

په بلوچستان کې د څلورو سياسي ګوندونو اتحاد د فبرورۍ پر ۱۵مه د هغې صوبې په يوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وکړل.

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړی او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

بل خوا د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د انتخاباتو پایلې رد کړې او زياته يې کړه چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ګوندونو پر څوکیو کښېني.

عوامي نېشنل ګوند هم د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."

تحریک انصاف ګوند هم په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد د فبرورۍ پر ۱۷مه په ټول هېواد کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو د هغه هېواد پر اېسټيبلېشمنټ د انتخاباتو د نتيجو بدلولو تور پورې کړی دی.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځ او امنیتي ادارې لپاره کارېږي. د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.

بل خوا د انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ليکلي ول چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د قامي اسمبلۍ له ۲۶۶ عامو څوکيو څخه يې پر ۲۶۵ رايې واچول شوې چې د غیر حتمي نتیجو له مخې، تر ټولو زیاتې یعنې ۱۰۱ څوکۍ خپلواکو نوماندانو ګټلې دي چې ورڅخه یې پر ۹۲ هغو د تحریک انصاف ملاتړي امېدواران منتخب شوي دي. بل خوا په نورو لويو ګوندونو کې پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴ او متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG