د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند انتخاباتو کې د مبينه ټګيو ضد د احتجاجي تحريک پيلولو اعلان کړی دی


د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل خان له خپلو پلويانو سره لاريون کوي ـ پخوانی انځور
د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل خان له خپلو پلويانو سره لاريون کوي ـ پخوانی انځور

عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د مبينه ټګيو پرضد د احتجاجي تحريک پيلولو رسمي اعلان کړی دی.

هغه ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."

اېمل ولي خان زياته کړې چې احتجاجونه به یې سوله ييز وي.

نوموړي تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۱مه، په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال په انتخاباتو کې د ټګيو تور پورې کړی وو او پرضد يې د تحریک پيلولو اعلان کړی وو.

هغه پر اېسټيبلېشمنټ د انتخاباتو د نتيجو بدلولو تور پورې کړی وو او ويلی ول چې تر دې وروسته به له هغوی سره ملګرتيا نه کوي.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او امنیتي ادارې لپاره کارېږي. د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.

بل خوا د انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ليکلي ول چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

اېمل ولي خان په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال تور پورې کړی وو چې د عدالتونو "واک هم له اېسټيبلېشمنټ سره دی" او هغه به خپله مقدمه "ولس ته وړي."

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې او د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو له مخې عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ يوه او د بلوچستان اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې دي.

په پاکستان کې پر عوامي نیشنل ګوند برسېره يوشمېر نورو ګوندونو پر انتخاباتي کمېشن په انتخاباتو کې د ټګيو او د انتخاباتي نتيجو بدلولو تورونه پورې کړې دي.

په بلوچستان کې د څلورو سياسي ګوندونو اتحاد د فبرورۍ پر ۱۵مه د هغې صوبې په يوشمېر سيمو کې د احتجاجي مظاهرو او لاريونونه اعلان کړی دی.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو ويلي چې د احتجاج پر مهال به د ټولو ضلعو د انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د دفترونو مخې ته مظاهرې کوي.

هغو څلورو ګوندونو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړ او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

د هغه څلور ګونديز اتحاد په غوښتنه د فبرورۍ پر ۱۳مه په بلوچستان کې کاربنديز وو او د صوبې ټول بازارونه او دوکانونه تړل شوي ول.

بل خوا د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د انتخاباتو پایلې رد کړې او زياته يې کړه چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ګوندونو پر څوکیو کښېني.

د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو له مخې جمعیت علمای اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ څلور، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ اووه او د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱ څوکۍ ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG