د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د پاکستان د انتخاباتو نتیجې رد کړې دي


د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د انتخاباتو پایلې رد کړې دي او په قامي اسمبلۍ کې یې د مخالفو ګوندونو پر څوکیو د کښېناستو اعلان کړی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د ګوند د مرکزي کمېټۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل چې په ټولټاکنو کې "درغلي" شوې ده.

هغه تور ولګاوه چې د ټاکنو کمېشن د اېسټیبلېشمنټ له لوري یرغمل شوی چې له وجې یې پارلېمان ارزښت بایللی او اوس جمهوریت خپله مقدمه بایلي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې په پارلېمان کې به خپل کردار لوبوي. هغه د انتخاباتو د پایلو ضد د احتجاجي تحریک پيلولو اعلان هم وکړ او و یې ویل چې د انتخاباتو نتیجې جوتوي چې اوس به پرېکړې د پارلېمان پر ځای په میدان کې کېږي.

هغه وويل چې مرکزي مجلس عاملې یې ګوند ته وړانديز کړی دی چې پارلېماني سياست په بشپړه توګه پرېږدي او د خلکو په مرسته هڅه وکړي چې د اېسټیبلېشمنټ د لاسوهنې پرته د ازاد پارلېمان جوړول يقيني کړي.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې تر اوسه یې د مولانا فضل الرحمان د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر زیاته کړه چې ګوند یې ځکه مات شو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي او د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کولو کې یې رول لوبولی دی.

د انتخاباتو کمېشن لا د مولانا فضل الرحمان د تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې بیا بیا ویلي دی چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې او د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو له مخې جمعیت علمای اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ څلور، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ اووه او د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱ څوکۍ ګټلې دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG