د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتو کې د مببینه درغلۍ پر ضد د ۴ ګوندونو احتجاج: بلوچستان کې دکانونه تړلي، کاربندیزدی


د کاربندیز په مهال د کوټې دکانونه بند دي
د کاربندیز په مهال د کوټې دکانونه بند دي

په بلوچستان کې څلورو سياسي ګوندونو د فرورۍ پر ۱۳مه، د هغې صوبې په ټولو سيمو کې کاربنديز اعلان کړی دی.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل)، نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند مشرانو او سیاستوالانو ويلي چې د فرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د مبينه ټګۍ او د نتيجو بدلولو پرضد به د احتجاج په توګه نن د صوبې ټول بازارونه بند کړي او دوکانونه تړل شوي دي.

دغو څلورو ګوندونو د فرورۍ پر لسمه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړ او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

پر دې ګوندونو سربېره په بلوچستان کې د انتخاباتي نتیجو بدلېدو پرضد ځينو نورو سیاستوالو هم مظاهرې کړې دي. په دې لړ کې د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو په چمن کې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی او بلخوا پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د ژوب ډوېژن په يوشمېر سيمو کې لويې لارې تړلې دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فرورۍ له ۱۱مې د چمن، پښين او کوټې ترمينځ لويه لاره په يارو سيمه کې تړلې وه چې نن يې د شټر ډاون هړتال پر مهال په موقتي توګه بېرته پرانيستې ده.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د اعلان ترمخه،‌ په بلوچستان کې پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۱،۱۱، مسلم لیګ (ن) ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند څلور، نیشنل پارټۍ درې، عوامي نیشنل ګوند دوه، حق دو تحریک بلوچستان، جماعت اسلامي، بلوچستان نیشنل پارټۍ (عوامي) او بلوچستان نیشنل ګوند یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

خو ګڼ سیاستوال پر نتیجو نیوکې کوي. پر بلوچستان سربېره د خيبر پښتونخوا، پنجاب او سيند په ځينو سيمو کې هم په انتخاباتو کې د مبينه ټګۍ او نتيجو بدلولو پرضد احتجاجونه دوام لري.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هېومن رایټس واچ) د فرورۍ پر ۱۳مه په خپل بیان کې ویلي د پاکستان انتخاباتي کمېشن باید زر تر زره د ټولو حتمي نتیجو اعلان وکړي په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په اړه دې په پلټنو کې مرسته وکړي. دې ادارې زیاته کړې چې باید سیاسي ګوندونه او ټولې ښکېلې خواوې دې د جمهوري اقدارو خیال وساتي.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه په "ټينګه" رد کړي دي. کمېشن د فرورۍ پر ۱۲مه په يوه تفصيلي خبرپاڼه کې ويلي چې پر يوشمېر ننګونو سربېره انتخاباتي کمېشن په دې وتوانېد چې پر ټاکلې نېټهپه امنيت سره انتخابات تر سره کړي.

کمېشن د انتخاباتو په نتيجو کې د بدلون تورونه رد کړي او ويلي يې چې نتيجې له دې امله ځنډنۍ شوې چې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د امنيتي ادارو پر سپارښتنه د کورنيو چارو وزارت د موبايل ټېلېفون شبکې بندې کړې وې. د کمېشن په وينا، پر هغه سربېره د روان کال د عامو انتخاباتو نتيجې د ۲۰۱۸ کال د عامو انتخاباتو پرتله ژر ترتيب شوي دي. کمېشن په خبرپاڼه کې زياته کړې چې که څوک د انتخاباتو په اړه شکايتونه لري نو هغوی يې له انتخاباتي کمېشن سره جمع کولی شي او کمېشن به د هغه د ازالې لپاره اقدام کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG