د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیسو پخوانی وزیراعظم عمران خان ونیوی


د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د جون پر ۳۰مه له مشال راډیو سره د خبرو په مهال
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د جون پر ۳۰مه له مشال راډیو سره د خبرو په مهال

د اسلام اباد سیشن جج په توشه خانه قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د درو کالو د قید او د یو لاک روپیو جرمانې سزا اورولې ده.

دا پرېکړه د اسلام اباد ضلعي‌ او سیشن عدالت جج همایون دلاور د اګست پر پنځمه اورولې ده. عدالت د بند او جرمانې تر څنګ عمران خان تر راتلونکو پنځو کالو د هر ډول ولسي څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی دی.

پولیسو د عدالت تر پرېکړه سم دستي وروسته عمران خان په لاهور کې له خپله کوره ونیوی. لومړی داسې رپورټونه وو چې نوموړی به د کوټ لکپت جېل ته وړي خو وروسته یې د موټروې له لارې اسلام اباد ته منتقل کړ.

ټاکل شوې چې هغه به د راولپنډۍ زندان ته تر انتقالولو وړاندې د صحي معاینې لپاره د اسلام اباد پیمز روغتون ته وښودل شي.

په عین حال کې د پاکستان تحریک انصاف د کور کمېټۍ غونډه د یاد ګوند د مرستیال مشر شاه محمود قرېشي په مشرۍ کې شوې او د خپل مشر عمران خان د نیول کېدو او راتلونکي تګلارې جاج یې اخیستی دی.

تحریک انصاف پر خپله ایکس پاڼه د یادې غونډې په خپره کړې اعلامیه کې د عدالت دا پرېکړه پر تعصب ولاړه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان "د یو متعصبانه او ناقصه عدالتي پرېکړې په نتیجه کې نیول شوی دی."

د تحریک انصاف کور کمېټۍ د پاکستان له سپریم کورټ څخه خواست کړې چې د دوی د نظرثانۍ پر درخواست دې بې له څه ځنډه اورېدنه پیل کړي.

بل پلو د تحریک انصاف د قانون پوهانو ډلې هم په دې اړه خپله غونډه او سلامشوره کړې ده. دوی اعلان کړی چې د اسلام اباد سیشن جج دا پرېکړه به په لوړو عدالتونو کې چېلنجوي.


د تحریک انصاف کور کمېټۍ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د خپل مشر عمران خان پر هغه لارښوونه به عمل کوي په کوم کې چې نوموړي نن پر خپله اېکس پاڼه په يو ويډيو پيغام کې پر خپلو پلويانو د پرامنه احتجاج غږ کړی وو.

نوموړي دا پيغام تر ګرفتارۍ مخکې ريکارډ کړی وو او ويلي يې وه چې کله دا پيغام خپرېږي نو هغه وخت به ګرفتار شوی وي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان د درغلۍ په قضيه کې ګرفتار شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

تر دې وړاندې د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي‌ مخکښ او پخواني صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې عمران خان نیول شوی دی، هغه ته د درو کالو د بند سزا ورکړل شوې، یو لاک روپۍ جرمانه شوی او تر پنځو کالو نااهله ګرځول شوی دی.

شوکت یوسفزي وویل، "کوم جج چې عمران خان ته سزا اورولې ده، د هغه د باور وړ نه دی."

نوموړي زیاته کړه چې دا مقدمه به های کورټ او سپریم کورټ ته ځي او د ده په فکر، کېدای شي په ورځ او دوو کې دا مقدمه ختمه کړي.

د حکومت دریځ څه دی؟

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د اګست پر پنځمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال ویلي چې په توشه خانه کېس کې عمران خان ته د خپل سپیناوي پوره موقع ورکړل شوې وه او حکومت د ریاستي طاقت استعمال نه دی کړی.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال په جولای کې د اسلام اباد سترې محکمې د پخواني وزیر اعظم عمران خان پرضد د توشه خانې دوسیه خارجه کړې وه.

په توشه خانه مقدمه کې څه وو؟

د عمران خان خلاف د توشه خانې مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه.

په دې مقدمه کې پر پخواني وزیراعظم تور پورې شوی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو.

یاد کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کارروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

XS
SM
MD
LG