د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ د پاکستان نګران وزیراعظم ونومول شو


انوار الحق کاکړ په سېنېټ کې د بهرمېشتو پاکستانیو وګړو لپاره د جوړې کمېټۍ مشر وو.
انوار الحق کاکړ په سېنېټ کې د بهرمېشتو پاکستانیو وګړو لپاره د جوړې کمېټۍ مشر وو.

د پاکستان د سېنېټ غړی انوار الحق کاکړ د ملک نګران وزیراعظم نومول شوی دی.

د تلونکي وزیراعظم شهباز شريف دفتر او د اپوزېشن مشر راجا ریاض احمد اعلان کړی دی چې انوار الحق کاکړ به د ملک نګران وزیراعظم وي.

د اپوزېشن مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ده د انوار الحق کاکړ نوم وزیراعظم ته وړاندې کړی وو او هغه ورسره منلی دی.

بل پلو د وزیراعظم دفتر هم نن په یو خبرپاڼه کې وویل چې د انوار الحق کاکړ نوم د نګران وزیراعظم په توګه ولسمشر عارف علوي ته لېږل شوی او هغوی ورباندې لاسلیک کړی دی.

انوار الحق کاکړ د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې خانوزی اوسېدونکی او د بلوچستان عوامي ګوند له مخکښو مشرانو ګڼل کېږي.

نوموړی په ۲۰۱۸م کال کې د سېنېټ غړی ټاکل شوی وو. انوار االحق کاکړ لومړۍ زده کړې په کوټه کې کړې دي او بیا یې لوړې زده کړې له بلوچستان پوهنتون او نېشنل ډیفنس پوهنتون څخه ترسره کړې دي.

دی د بلوچستان حکومت ویاند پاته شوی وو او په ۲۰۱۸م کال کې د جوړ شوي بلوچستان عوامي ګوند لپاره یې په سېنېټ کې د پارلماني مشر په توګه هم کار کړی دی.

انوار الحق کاکړ په سېنېټ کې د بهرمېشتو پاکستانیو وګړو لپاره د جوړې کمېټۍ مشر وو.

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي د اګست پر ۱۱مه حکومت ته په يو لیک کې کښلي وو چې د اګست تر ۱۲مې دې نګران وزیر اعظم وټاکي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي‌ د اګست پر نهمه قومي اسمبلۍ ماته کړې وه
د پاکستان ولسمشر عارف علوي‌ د اګست پر نهمه قومي اسمبلۍ ماته کړې وه

د پاکستان تلونکی وزیراعظم شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۰مه په لومړي ځل خبرې وکړې او یو بل ته یې د احتمالي وزیراعظم نومونه وسپارل.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.

د اګست پر نهمه شهباز شریف د وزیراعظم په توګه ولسمشر ته سپارښتنه کړې وه چې اسمبلي ړنګه کړي.

د ولسمشر عارف علوي دفتر د اګست نهمې پر ماخوستن ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې له ایین سره سم یې د اسمبلۍ تحلیلولو سند لاسلیک کړی دی.

د ولسمشر له اقدام سره وفاقي کابینه هم ړنګه شوه.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG