د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوندونه او شنونکي وايي بلوڅ مېشتو سیمو کې سختدریځي زیاته شوې ده


امنیتي چارواکي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې تر خونړي برید وروسته د پېښې د ځای معاینه کوي.
امنیتي چارواکي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې تر خونړي برید وروسته د پېښې د ځای معاینه کوي.

د بلوچستان یوشمېر ګوندونه وايي په وروستیو کې شویو بریدونو د صوبې امنیتي‌ حالاتو ته لا زیات اندېښمن کړي دي.

د دوی په وینا، په ځانګړې توګه د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې مذهبي سختدریځي ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

د بلوچستان نیشنل پار‍ټۍ مېنګل ډلې مخکښ ثناالله بلوڅ وايي، د بلوڅو په ټولنه کې د مذهبي سختدریځۍ په زیاتولو کې د ریاست لاس دی. "موږ پر دې پوهېږو چې دا د پاکستان یو سنجولې تګلاره ده، که نه نو داسې حالات په پنجاب کې ولې نه شته؟ بلوچستان او په ځانګړې توګه زموږ خلک ډېر مترقي فکر لرونکي ول. له تېرو ۵۰ یا ۶۰ کلونو راهیسې زموږ سیاسي پرمختګ ټول پر مترقي‌ فکر ولاړ دی. موږ ټول مسلمانان یو خو د مذهبي سختدریځۍ دا خاص شکل له بهره راوړل شوی دی او په دې کې د پاکستاني ریاست لوی لاس دی."

ثنا الله بلوڅ وویل چې مذهبي سختدریځي یوازې د خلکو ژوند ته نه بلکې په مجموعي توګه د هر ډول پرمختګ مخې ته خنډ دروي او ګواښي یې.

د بل بلوڅ ملتپال ګوند، نیشنل پارټۍ، ویاند جان محمد بلېدي هم له مشال راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې هلته د پخوا پرتله اوس مذهبي سختدریځي خورا زیاته شوې ده.

ده وویل چې هلته د سختدریځۍ خپرولو لپاره کار شوی دی او خلک د غربت له کبله مدرسو ته بچي لېږدوي چې بیا د سختدریځي افکارو ښکار کېږي. "د قام په حیث بلوڅان له مذهب سره تړلي دي خو سختدریځي نه دی. اوس ټولنه ټوله سختدریځې شوې ده او د مدرسو دا نظام چې څومره خلک پیدا کوي، هغوی راځي نورې مدرسې جوړوي، بلوڅ ټولنه اوس هغه نه ده پاتې چې ۳۰ کاله وړاندې وه. دې تنظیمونو اوس په کلیو کې هم لا داسې ادارې خلاصې کړې دي.‌"

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې چاودنې د جمعیت علمای اسلام (ف) د مخکښ او پخواني سېنېټر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ تنه ټپي کړي ول. د هغه برید زمه واري‌ د اسلامي دولت وسلوالې ډلې یا داعش منلې وه.

د هغه ګوند مرکزي جنرل سېکرټر مولانا عبدالغفور حیدري وايي‌، د ملک د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې مذهبي سختدریځي او په ځانګړې توګه د شیعه او سني ترمینځ د تاوتریخوالي په څېر مسلې نه شته. "زه خپله بلوڅ یم او د قلات اوسېدونکی یم، په بلوچستان کې په مجموعي توګه د پنجاب او سیند صوبو په څېر د شیعه او سني ترمینځ څه داسې بنیادي مسله نه شته خو دا ځینې عناصر دي چې کله هم وغواړي نو ترمینځ یې داسې حالات راپیدا کړي."

مولانا عبدالغفور حیدري البته وویل چې ناامنۍ ته په کتو دې ته اندېښمن دی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره به امیدواران خپل کیمپېنونه څنګه کوي؟

د بلوچستان پر حالاتو او سیاسي چارو نظر لرونکي وايي‌، هڅه روانه ده چې هلته د مذهبي سختدریځۍ د پراخولو له لارې پر ازاد خیالو او په ځانګړې توګه، ملتپالو فکر لرونکو خلکو ساحه تنګه شي.

د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال ملک سراج اکبر وايي، ریاست د دې موخې ترلاسه کولو لپاره هلته د مذهبي وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

ده وویل، یو وخت د فرقه ییزو ډلو مرکزونه په پنجاب کې ول خو اوس زیاتره په بلوچستان کې دي.

د ده په وینا، نه یوازې د هغو ډلو مرکزونه هلته دي بلکې مشرتابه او غړي یې هم د هغې صوبې دي. "په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې دا فکر کېږي چې که په بلوچستان کې د مذهبي سختدریځۍ ملاتړ وشي نو ښايي له دې لارې د بلوڅ ملتپالو او بېلتونپالو مخه ونیول شي خو دا تګلاره تر اوسه ناکامه ښکاري هغه ځکه چې ځوان نسل د بلوڅو ملتپال او بېلتون غوښتونکو لوري ته زیات مایل دی."

ملک سراج اکبر وویل، د دې خبرې امکان شته چې همهغه مذهبي ډلې په راتلونکې کې د ریاست له واکه ووځي او له بلوڅ بېلتونپالو سره لاس یو کړي.

د ده په وینا، یو وخت داسې فکر نه کېده چې بلوڅ بېلتونپالي وسلوال دې ښځې په خپلو لیکو کې شاملې کړي او یا دې د خپل هدف لپاره ځانمرګي بریدونه وکړي خو د ده په وینا، هغوی اوس دواړه کوي.

د بلوچستان چارو شنونکی او لیکوتل محمد علي تالپور وايي، په هغه صوبه کې مذهبي سختدریځي زیاته شوې ده خو د ده په وینا، د دې لپاره پر ځینو خاص سیمو توجه ورکړل شوې ده. "مذهبي سختدریځي چې راغلې ده، دا له دې کبله ده چې پاکستان هلته په دیني مدرسو کې تر اندازې زیاته پانګونه کړې ده خو دا په ځینو سیمو کې ده او په ټول بلوچستان کې نه ده. زما په خیال د مذهبي‌ سختدریځۍ په وسیله به د بلوڅ ملتپالنې مخه و نه نیولای شي او نه به هم بلوڅ قام د مذهبي سختدریځۍ ملاتړ وکړي."

پوښتنه دا ده چې د بلوچستان هغه کومې سیمې دي چې د شنونکو او سیاستوالو په فکر مذهبي سختدریځي پکې زیاته شوې ده؟

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، داسې سیمې لومړی کمې وې خو اوس ورځ تر بل پسې زیاتېږي.

د ده په خبره، سختدریځي لومړی تر "نصیر اباد، جعفر اباد، بولان، جل مګسي، سېوۍ، مستونګ، چاغي" پورې خپره شوه او "اوس په ورو ورو په "تربت، کېچ او خضدار" کې هم خپرېږي. او "هم داسې منګوچر او سوراب دي. نو په دې سیمو کې دا شیان روان دي او زما په خیال دا کال په کال پسې زیاتېږي."

په دې اړه مو د حکومتي دریځ لپاره د پاکستان د کورنیو چارو نګران وفاقي وزیر سرفراز بګټي او د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبايي‌ وزیر جان محمد اڅکزي ته په بیا بیا ټېلېفونونه وکړل خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

خو تر دې وړاندې د پاکستانیو حکومتي او امنیتي چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې دولت یا ریاست د سختدریځۍ په خپرولو کې لاس لري. چارواکي، برعکس، دا وايي چې پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د سختدریځي او ترهګرۍ قرباني دي.

د پاکستان چارواکي اکثر وايي چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو ترشا د هند لاس دی خو نوی دلی دا تور ردوي او دا د پاکستان کورنۍ مسله بولي.

د پاکستان حکومت داراز ټینګار کوي چې د وسلوالو ډلو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) له لارې د سختدریځۍ پرضد هم مبارزه کوي.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لاره کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG