د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې په نښته کې ۵ وسلوال او ۲ سرتېري وژل شوي


په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پوستې - انځور له ارشیفه
په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پوستې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په ژوب کې یې يو مېجر او يو حوالدار وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ژوب په سمبازا سيمه کې یې شپې مهال د جاسوسي معلوماتو پر بنياد عمليات کول چې وسلوالو پرې بريد وکړ. د خبرپاڼې ترمخه، په نښته کې پينځه وسلوال هم وژل شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده. دوی په يو بیان کې ادعا کړې چې په دې نښته کې یې وسلوالو ته زيان نه دی رسېدلی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې وژل شوی مېجر سيد علي رضا شاه او حوالدار نثار احمد دی. د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ پر ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې دا حمله غندلې او پاکستانی پوځ یې ستایلی دی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي حالات خراب شوي او وسلوالو پر بېلابېلو‌ ځایونو کې حملې زیاتې کړې دي.

د اکتوبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو سيمه کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او په يوه بله پېښه کې په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی وو.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG