د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د پوليو ضد واکسينو کمپاين پيل شو


 په پېښور کې يوه روغتيايي‌کارکوونکې يوې ماشومې ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې يوه روغتيايي‌کارکوونکې يوې ماشومې ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې سر له نن (د اکتوبر دويمې) څخه د پولیو ضد ۵ ورځنی کمپاين پيل شو.

د صوبې روغتيا ادارې د معلوماتو ترمخه، په دې کمپاين کې به څلور اویا لاکه او اتياوې زره ماشومانو ته واکسین کيږي.

په لومړۍ مرحله کې به د پېښور، کوهاټ، مردان، ملاکنډ او هزاره ډويژن کې او په دوهمه مرحله کې په بنو او ډېره اسماعيل خان کې له پينځوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي. چارواکي‌وايي چې نيږدې ۵۴۰۰۰ پولیس به د روغتيايي‌کار کوونکو امنيت ساتي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه يوازيني دوه هېوادنه دي‌چې لا هم پکې د پوليو معذورونکی وایرس شته دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG