د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې یو نیم کلنه ماشومه ګوزڼ ناروغۍ وهلې ده


یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکوي- پخوانی انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکوي- پخوانی انځور.

د بنو په غوړه بکاخېلو کې یوه یو نیم کلنه ماشومه پولیو یا ګوزن ناروغۍ وهلې ده، چې ورسره په هغه سیمه کې سږ کال د پولیو په رنځ د اخته ناروغانو شمېر درو ته رسېدلی دی.

په بنو کې د پولیو مخنیوي پروګرام یو چارواکي عدنان خان د اکتوبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان د روغتیا ملي ادارې په غوړه بکاخېلو کې په یوه ماشومه کې د ګوزڼ وايرس موندلی دی.

د چارواکو په وينا، په سیمه کې د اګست پر لومړۍ نېټه هم په یو درې کلن ماشوم کې د پولیو وایرس تایید شوی وو.

عدنان خان زياتوي، تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې په هغه سیمه کې یو داسې ماشوم پولیو وایرس وهلی وو چې مور او پلار يې هغه ته د پولیو مخنيوي څاڅکو له ورکولو انکار کړی وو.

په پاکستان کې په ۲۰۲۳ز کال کې پولیو وایرس درې ماشومان وهلي دي چې ټول د خيبر پښتونخوا د بنو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر له دويمې راهیسې د پولیو ضد پينځه ورځنی کيمپېن روان دی.

د صوبې روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې، د کيمپېن پرمهال ۷،۴۸۰،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۲ز کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه او په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوي وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هېوادنه دي‌ چې لا هم پکې د پوليو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG