د لاسرسي ځای

تازه خبر

رباب ږغول او جوړول دواړه خوند لري


رباب غږول او جوړول دواړه خوند لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

رباب ږغږول او جوړول دواړه خوند لري

۳۵ کلن سهیل زیاتوي یوازې په کراچۍ کې نه بلکې په ټوله سیند صوبه کې دا د رباب جوړولو یوازنی دوکان دی.

د کراچۍ په ګڼ میشته پښتنه سیمه پټان کالونۍ کې له شور ماشوره ډک بازار په یوه کوڅه کې د سهیل خان د رباب جوړولو دوکان دی، چې له تېرو ۶۵ کلونو راهیسې پر همدې ځای او پر همدې شکل واقع دی.


د دې درې کونجیز دوکان پر ټولو دېولونو ربابونه ځوړند ښکاري چې ځینې یې نیم جوړ ، پر ځینو اېله کار شورو شوی او ځینې بیا تقریبا مکمل شوي دي.

سهېل خان وايي، د یوه ساده رباب په جوړولو څه کم میاشت لګېږي. خو نور بیا ډېر وخت اخلي.

"د ځینې رباب په جوړولو دوه میاشتې وخت لګي،په ځینې درې میاشتې خو عام رباب په ۲۵ ورځو کې جوړولی شم. زه پخپله سیتار،رباب او چارده جوړولی شم"

د سهیل خان کورنۍ د دیر ضلعې له تالاش سیمې لسګونه کلونه وړاندې کراچۍ ته کوچېدلی وو. هغه وایي، پلار یې ربابونه جوړول شورو کړي وو او د خپل پلار نیکه هنري کسب جاري ساتلی دی.

"په۱۹۵۰ یا تر دې مخکې زما پلار کراچۍ ته راغلی وو، هغه ترکاڼ وو، خو هغه د سیتار ږغولو[غږولو] شوقین وو. زما پلار خپل ځان ته یو سیتار جوړ کړی وو، له کاره وروسته به یې هغه ږغولو. بیا به چې خلک دوکان ته د دروازو او کړکو د جوړولو لپاره راغلل نو دغه سیتار به یې ولیدو، هغه به یې ترې واخیستو، زما پلار به بل سیتار جوړو، هغه به هم خرڅ شو، دغه شان دا کاروبار هغه شورو کړو او تر ننه روان دی"

۳۵ کلن سهیل زیاتوي یوازې په کراچۍ کې نه بلکې په ټوله سیند صوبه کې دا د رباب جوړولو یوازنی دوکان دی. او د پښتونخوا له لره بره او په نورو ملکونو کې مېشت پښتانه ربابونه اخلي.

"سعودي، دوبۍ، ملایشیا، انډونیشیا، امریکا او په اروپايي ملکونو کې مېشتو پښتنو لپاره هم ورته زه ربابونه جوړوم. ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم ربابونه را نه اخلي"

د پټان کالونۍ په دې بازار کې د سهیل د دوکان سره نزدې د وسلې د خرڅولو دوکانونه هم شته، دغه دوکانونه د ربابونو د دوکانونو په پرتله ښایسته دي او کاروبار یې هم ښه دی، خو سهیل خان وایي، هغه به هېڅکله په خپل دوکان کې د وسلې یا بل کاروبار شورو نه کړي ، د نوموړي په وینا هغه له رباب سره مینه لري او رباب د ساز او سرود د نړۍ بادشاه ګڼي.

سهیل خان وایي کله چې له خپله کاره وزګار شي نو بیا په خپل دوکان کې د ساعتېري لپاره رباب هم غږوي.

XS
SM
MD
LG