د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې طالبانو رسنیو ته د موسیقۍ نه خپرولو ویلي


د خوست د هوا راډیو دوه ویاندویان د خپرونې پرمهال - انځور له ارشیفه
د خوست د هوا راډیو دوه ویاندویان د خپرونې پرمهال - انځور له ارشیفه

په خوست کې د شخصي رسنیو مسوولان وايي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ورته ویلي دي چې په خپلو خپرونو کې دې موسیقي او سندرې نه خپروي.

د څلورو رسنیو مسوولانو مشال راډیو ته وویل چې چارواکو ورته د موسیقۍ نه خپرولو توصیه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په ګډه میاشتنۍ ناسته کې وکړه.

اخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د موسیقۍ نه نشرولو پرېکړه رسنیو خپله کړې ده.

د ژمن راډیو ټېلېوېژن خبریال اکبر یاسني وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ورته "په واضحه توګه وویل چې سیمه ییزې رسنۍ دې موسیقي نه خپروي."

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي تر دې وروسته ورته کاروباریان سوداګریزې خبرتیاوې ور نه کړي چې له وجې به یې شخصي رسنۍ چې وار له مخه له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي، فعالیت و نه کړای شي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو مالي ستونزې لا زیاتې شوې دي ځکه چې د پخوا په څېر ورسره نړیوالې ادارې او بنسټونه مرستې نه کوي.

زموږ تصمیم نه، بلکې د رسنیو تصمیم دا دی او غوڅ تصمیم يې دا دی چې له ننه وروسته به موسیقي نه نشرېږي.
مولوي شبیراحمد عثماني

په خوست کې د هوا راډیو مشر ایوب یاد وايي، طالبان دې د رسنیو د خپرونو په اړه تګلاره جوړه کړې چې په ټول افغانستان کې عملي شي.

نوموړي مشال راډيو ته وویل، د ټول هېواد پر کچ باید د رسنیو لپاره پالیسي موجوده وي. "د یوې رسنۍ د خپرونو د مسوول په صفت مو له اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده، هر کله چې دوی په رسنیو محدودیتونه وضع کوي یا له خصوصي رسنیو څخه غوښتنې لري، نو دوی باید یوه طرحه ولري، چې ټولو رسنیو ته چې له مرکزه رهبري کېږي، له مرکزه هدایات وشي او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ټولې رسنۍ په یو چوکاټ کې فعالیت وکړي."

د ولس غږ رادیو د خپرونو مسوول محمد دین شاه خیالي وايي دوی ته پخوا د توصیې په بڼه ویل شوي ول، خو چارواکو د رسنیو له مسوولانو سره په غونډه "وویل چې سر له سبا باید تاسو موسیقي خپره نه کړئ. په دې اړه رسنیو ته ستونزې دا دي چې یو يې مارکېټېنګ له منځه ځي او بل دا چې اوس اکثره کارکوونکي او ویاندویان له رسنیو سره بې پیسو کار کوي، ممکن بیا رسنیو سره کار و نه کړي."

د غرغښت راډیو ټېلېوېژن مشر سخي سرور میاخېل وايي، د رسنیو ټول سوداګریز اعلانونه په ساز، اواز او موسیقۍ کې دي، که موسیقي بنده شي، نو دا د رسنیو لپاره چې له وړاندې اقتصادي ستونزو سره مخامخې دي، یو ګواښ دی.

بل لوري ته ځايي طالب چارواکي وايي د موسیقۍ د نه خپرېدو پرېکړه دوی نه، بلکې په خپله سیمه ییزو رسنیو کړې ده.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شبیراحمد عثماني مشال راډیو ته وویل، "که چېرې ښځې د دین په باره کې له چا پوښتنه کوي، باید دا پوښتنه يې واخیستل شي، که چېرې د علم او یا کوم علمي تحقیق په باره کې پوښتنه کوي، دا باید واخیستل شي. دا چې هغوی د اشپزۍ پوښتنه ځینې کوي، نو دې ته څه ضرورت دی؟ ایا دا زموږ له کلتور سره اړخ لګوي؟ زموږ تصمیم نه، بلکې د رسنیو تصمیم دا دی او غوڅ تصمیم يې دا دی چې له ننه وروسته به موسیقي نه نشرېږي."

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې رسنیز فعالیتونه پکې پراخ دي. هلته د یوشمېر ملي او نړیوالو رسنیو پر خپرونو برسېره ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې او د غرغښت، ژمن، زرغون او خوست په نومونو ۴ سیمه ییز ټېلېوېژنونه فعالیت کوي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر رسنيو د پام وړ اغېز کړی او په هرو ۱۰ رسنيزو بنسټونو کې څلور تړل شوي او ۶۰ فيصده خبريالان او د رسنيو نور کارکوونکي بېکاره شوي دي.

طالبانو د افغانستان کنټرول تر ترلاسه کولو وروسته د رسنیو د ازادۍ ډاډ ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG