د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ نښتې شوې دي


ځايي خلک وايي، وسلوال چې برید وکړي نو امنیتي سرتېري د هېلېکاپټرو او ډرونونو له لارې ځوابي کارروايي کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.
ځايي خلک وايي، وسلوال چې برید وکړي نو امنیتي سرتېري د هېلېکاپټرو او ډرونونو له لارې ځوابي کارروايي کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په میرلي کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښتې شوې دي او پر یو کور د هاوان (مارټر) لګېدو په پېښه کې دوه تنه ژوبل شوي دي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، کله چې وسلوال له ابادۍ څخه پر پوځي کیمپ توغندي وولي، نو هغوی بیا له کیمپه مارټر مرمۍ ولي او له هېلېکاپټرو او ډرونونو څخه بمونه غورځوي.

د میرلي د حسوخېلو اوسېدونکي او د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې پر کور یې په هاوان برید کې ورور او لور ژوبل شوي دي.

دی وايي، د وسلوالو او پوځیانو ترمینځ په نښتو او پر یو بل په حملو کې ولسي وګړو زیانمنېږي او ورته مرګژوبله اوړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د نثار علي خان پر کور مارټر توغندی چا ویشتلی دی ځکه چې ځايي خلک وايي چې وسلوال او پوځیان دواړه پر یو بل د هاوان حملې کوي چې پکې رهایشي سیمې په نخښه کېږي.

د خان په خبره، په سیمه کې د ډېسېمبر ۱۶مې له شپې راهیسې "ډزې دي. وسلوال چې ډز وکړي بیا پوځ مارټر ګولۍ ورول پیل کړي."

ملک نثار علي خان وايي، پر کور یې "دوه توغندي" لګېدلي او د نښتو له وجې ژوبل کسان روغتون ته نه شي لېږدولای ځکه چې لارې بندې دي.

د میرلي اوسېدونکي وايي، په جوماتونو کې یې اعلانونه وکړل او له دواړو خواوو یې غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي چې خلک په ارام شي.

د میرلي یو بل اوسېدونکي رییس خان مشال راډیو ته وویل، ولسي خلک "په منډه دي، سخت پرېشان دي" ځکه چې که وسلوال دي او که پوځ، د ولس خوندیتوب ته پام نه کوي.

د میرلي د وضعیت او د اوسېدونکو د دعوو په اړه مو له پوځي چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو د هغوی دریځ په معلومولو و نه توانېدو.

البته پوځي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

البته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل، د ولسي وګړو د ستونزو د هواري لپاره له پوځي چارواکو سره په رابطه کې دی.

دی وايي، هڅه کوي چې پوځي چارواکو سره د ولسي مشرانو یوه غونډه هم برابره کړي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پوځ او پولیس وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د بنو په مامندخېلو (مهمندخېلو) کې پر یو دوکان د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان ووژل شول.

د هغو ضلعو اوسېدونکي اکثر د حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي.

خو پوځ ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

XS
SM
MD
LG