د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد يو عدالت د تحریک انصاف مشر عمران خان د نیولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی


عمران خان باندې بېلا بېلې مقدمې جوړې دي. پخوانی انځور
عمران خان باندې بېلا بېلې مقدمې جوړې دي. پخوانی انځور

د اسلام اباد يو عدالت د توشه خانه په نوم قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی دی.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د اورېدنې پر مهال په خپله فيصله کې وويل چې عمران خان ته په وار وار موقع ورکړل شوه چې د توشه خانې قضیه کې عدالت ته حاضر شي خو هغه حاضر نه شو نو ځکه يې ناقابل ضمانت ورانټ جاري کوي.

تر دې وړاندې د عمران خان وکيل علي بخاري له عدالت خواست وکړ چې اورېدنه دې تر پينځو ورځو پورې وځنډوي ځکه چې هم نن (فبرورۍ ۲۸مه) هغه په دوو نورو مقدمو کې عدالت ته حاضرېږي. جسټس ظفر اقبال په ځواب کې وويل چې دا څه طريقه ده چې تورن کس (عمران خان) نن جوډېشل کمپلېکس کې دوو عدالتونو ته حاضرېږي نو ورسره د ده عدالت ته د حاضرېدو لپاره وخت نه لري.؟

هغه زیاته کړه چې عمران خان به يوازې هغه مهال عدالت ته حاضرېږي چې يې وارنټ جاري شي.؟

د نوموړي وکيل وويل چې عمران خان به په بله اورېدنه کې حاضر شي خو د انتخاباتي کمېشن وکيل د اورېدنې د ځنډولو مخالفت وکړ او ويې ويل چې عمران خان له سره عدالت ته حاضرېدل نه غواړي.

له دې وروسته عدالت تر لږې دمې وروسته د عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ فیصله واوروله.

توشه خانې قضیه

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايي کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG