د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ: عمران خان دې د بهرنيو ډاليو په اړه تفصيل وړاندې کړي


عمران خان د بهرنیو سفرونو پر مهال یوشمېر ډالۍ ترلاسه کړې وې - انځور له ارشیفه.
عمران خان د بهرنیو سفرونو پر مهال یوشمېر ډالۍ ترلاسه کړې وې - انځور له ارشیفه.

اسلام اباد های کورټ په "توشه خانه قضیه" کې پخواني وزيراعظم عمران خان ته حکم کړی چې له بهرنیو هېوادونو ترلاسه شويو ډاليو په اړه تفصيل ولس ته په ډاګه کړي.

د های کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب د اپرېل پر ۲۰مه عمران خان ته د غيرملکي سفرونو پر مهال د تحفو ترلاسه کېدو معلومات د ښکاره کولو درخواست اورېدنه وکړه.

د مقدمې اورېدنې پر مهال قاضي اورنګزېب وويل چې "تحفه د دفتر لپاره وي، کور ته د وړولو لپاره نه وي، خلک ځي او راځي خو د وزيراعظم دفتر پر همهغه ځای وي."

نوموړي وويل چې تر يوه حده د پيسو ورکولو په بدل کې تحفه له ځان سره ساتل څه بده خبره نه ده خو د دې لپاره پاليسي جوړول په کار دي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران د بهرنیو سفرونو پر مهال ورکړې ډالۍ ساتي.

د پخواني وزيراعظم عمران خان پرضد د توشه خانې قضیه له تېرو اووه مياشتو راهيسې په اسلام اباد های کورټ کې ځنډېدلې وه.

اپوزیشن پر عمران خان تور پورې کړی چې هغه له بهرنيو هېوادونو یې تر لاسه کړې ډالۍ خرڅې کړې دي.

د عمران خان په پخواني حکومت کې د اطلاعاتو وفاقي وزير او د تحريک انصاف يو مشر غړي فواد چودري تېره اونۍ رسنيو ته وويل چې دا تحفې د عمران خان وې نو دا یې خپله خوښه ده چې خرڅوي او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG