د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پولیسو پر جومات د ځانمرګي برید ضد مظاهره کړې ده


د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور په مظاهره کې لسګونه پولیسانو ګډون وکړ.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور په مظاهره کې لسګونه پولیسانو ګډون وکړ.

په پېښور کې لسګونه پولیسو د جنورۍ ۳۰مې د ځانمرګي برید پرضد مظاهره کړې ده او له حکومته یې د پېښې په اړه د بشپړو او رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته د پولیسو احتجاج یو بې ساری عمل بلل کېږي.

مشال راډیو چې د مظاهرې له یو ګډونوال سرتېري ساجد علي څخه پوښتل چې د امنیت ټینګښت خو خپله د پولیسو کار دی نو ولې مظاهره کوي، نو ده یې په ځواب کې وویل چې پولیس د امنیتي چارو پوره واک او وسایل نه لري.

ده وویل، همدا لامل دی چې احتجاج ته مجبوره شوي دي ځکه چې "اخر تر کومې به دا پولیس بېګناه وژل کېږي. موږ راوتلي یو چې موږ پر خپلو افسرانو فشار واچوو چې له موږ سره ودرېږي. له سپاهي واخله تر ډي اېس پي پورې په دې ترهګرۍ او ناامنۍ کې پولیس مري. نو دا به تر کومې مري؟"

علي داراز زیاته کړه چې د لمانځه پر مهال په برید کې ښايي ډېر بارود کارول شوي وي. "په جومات کې ډېر زیات بارودي مواد ایښوول شوي ول، ځکه چې دوه خودکش [بریدګر] هم وي، نو داسې پوخ او مضبوط چت نه شي راغورځولی. موږ د دې ځواب غواړو چې دومره ډېر بارودي مواد څنګه دننه راوړل شول؟ او دا ځواب ځکه غواړو چې نن دا کسان مړه شول، سبا بیا زما نمبر دی او بیا د دې نورو."

د پېښور برید کې پر ژوبلو پولیسو څه تېر شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره له پولیسو سره د وسایلو د کمښت دعوې کېږي.

تر دې مخکې، د مخالفه ډلو سیاستوالانو او ان د تحریک انصاف پخواني حکومت چارواکو هم ویلي ول چې د صوبې پولیس وسایل نه لري.

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې ویلي ول چې د صوبې پولیس په "پوره توانمندۍ" د وسلوالو ضد عملیات کوي او دوسایلو هېڅ کمښت ښکار نه دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د جنورۍ پر ۳۱مه د پولیس لاینز پر جومات د برید د پلټنو لپاره تحقیقاتي ډله جوړه کړه.

د فبرورۍ لومړۍ نېټې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د برید د پلټنو غوښتنه وکړه.
د فبرورۍ لومړۍ نېټې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د برید د پلټنو غوښتنه وکړه.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پولیسو په مظاهره کې مدني او سیاسي فعالانو هم ګډون وکړ.

د احتجاج ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي ابراهیم کامل مشال راډیو ته وویل، یوشمېر پولیس اوس د ناامنۍ په اړه هغه دریځ لري چې دوی یې له پخوا راهیسې تکراروي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې لسګونه حملې شوې دي خو دا پاکستان کې د "خپل نوعیت لومړۍ" او مختلفه پېښه وه ځکه چې "کوم خلک زموږ حفاظت کوي نو هغوی د خپل کور په جومات کې له دومره خطر" سره مخامخ دي "نو ولس به له څومره خطر" سره مخامخ وي.

کامل زیاته کړه چې دا پلټنه باید وشي چې د پولیس لاینز ودانۍ او جومات ته بریدګر څنګه ننوتی وو ځکه چې هلته د داخلېدو پر وخت "خپله د پولیسو تالاشي هم کېږي."

د پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف یوه سیاستوال منیر الله د احتجاج پر وخت مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر درېیمه یې ګوند د ناامنۍ ضد احتجاج کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۱مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ په جلا جلا غونډو کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه او په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو غوښتنه وشوه.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د امریکا په ملاتړ د مجاهدینو د روزلو او ورته د پټنځایونو او وسلو ورکول یوه تېروتنه بللې ده.

نوموړي د قامي اسمبلۍ غونډي ته په وينا کې وويل چې په تېرو وختونو کې "ټولو ګڼې تېروتنې" کړې دي چې له وجې یې په پاکستان کې وسلوالې ډلې پیدا شوې چې اوس د هېواد امنیت ګواښي. "له دې خلکو څخه موږ خپله 'مجاهدین' جوړ کړل چې وروسته هغوی ترهګر شول. موږ تېروتنې کړې دي او خرابیانې شته. خو دا هم واقعیت دی چې زموږ امنیتي ادارې او سرتېري هره ورځ د ترهګرو ضد کاروايي کوي."

رانا ثنا الله زياته کړه چې د پاکستان "ټول ولس د ترهګرۍ خلاف د خپلو ځواکونو ملاتړ" کوي.

غونډې ته بل سېنېټر سیف الله ابړو وویل چې په کار ده چې پر امنیتي مسلو سیاست و نه شي او په راتلونکې کې د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د برید په څېر پېښې تکرار نه شي.

د سېنېټ غونډې ته د قانوني چارو ریاستي یا د مملکت وزیر شهادت اعوان وویل چې حکومت د ترهګرۍ ختمولو او په هېواد کې د امنیت کلک هوډ لري.

په همدې حال کې د پوځ د کورکمانډارنو په غونډه کې هم پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

XS
SM
MD
LG