د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزیو کې ۳ مزدوران د سکرو کان لاندې شوي دي


په اورکزیو کې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۳۰مه د سکرو په کان کې په چاودنه کې نهه کانکیندونکي وژل شوي ول - د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.
په اورکزیو کې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۳۰مه د سکرو په کان کې په چاودنه کې نهه کانکیندونکي وژل شوي ول - د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې درې مزدوران لاندې شوي دي چې د ژغورلو هڅې یې روانې دي.

د سیمې د پولیسو ویاند محمد موسا د جون پر ۱۴مه تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل، د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست.

دی وايي، د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د مزدورانو د ایستلو هڅه کوي او انتظامي او پولیس چارواکي بهیر څاري. "نن (د جون ۱۴مه) ټوله ورځ باران وو نو ځکه اوبه کان ته ننوتې او دا پېښه وشوه. بند پاتې درېواړه مزدوارن د شانګلې دي."

د کانکیندونکو د ټولنې یو مشر عابد یار مشال راډیو ته وویل، د کان انتظامیې ته یې خبر ورکړی وو چې د باران پر مهال دې کار نه کوي، خو پر دې خبرې عمل و نه شو.

د کان ټېکېدار او مالک لا د عابد یار د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

په اورکزیو کې تر دې مخکې هم په کانونو کې بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۲۲ز کال نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول. داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

په اورکزیو کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د جون پر ۱۴مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي.

دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه تر باران وروسته په کان کې اوبه جمع شوې او کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول.

د سکرو له کانه ۴۰ ورځې وروسته د یو مزدور مړی ایستل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

په دوکۍ کې مزدورانو او حکومتي کارکوونکو له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې د هغوی د ایستلو هڅو ته دوام ورکړی دی او د دې رپورټ تر بشپړېدو یې یوازې یو مړی ایستلی وو.

له دې پرته، د سیند صوبې په جامشورو کې د سکرو د یو کان نړېدو په پېښه کې دوه مزدوران بند پاتې شول چې لټون یې د جون پر ۱۴مه هم روان وو.

چارواکو او مزدورانو مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کانکیندونکي د کورمې د پاړه چینار دي چې د جون پر ۱۱مه تر کان لاندې شول.

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې مشران وايي چې هلته د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات نه کېږي.

د هغوی په وينا، يوازې په ۲۰۲۲ز کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه ۲۸۸ مزدوران وژل شوي دي.

د بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا په زياتره کانونو کې پښتانه مزدوران کار کوي چې اکثريت يې د سوات او شانګلې دي.

XS
SM
MD
LG