د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرنايي کې په جلا، جلا پېښو کې د سکرو کانونو ۳ مزدوران وژل شوي دي


په پاکستان کې تر دې مخکې هم په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.

د بلوچستان په هرنايي کې په درو جلا، جلا پېښو کې د سکرو په کانونو کې کارکوونکي درې تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د هرنايي یوه انتظامي مشر مجید جوګېزي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې درېواړه پېښې د مارچ پر نهمه شوې دي. دی وايي، په لومړۍ پېښه کې هغه ټریکټر د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو چې د سکرو کان ته یې اوبه وړې. دی وايي، په پېښه کې یو کس مړ شوی او درې ژوبل دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه بمي برید چا کړی دی او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.

د جوګېزي په خبره، په دویمه پېښه کې د هرنايي په ښارګه کې د سکرو کان ونړېده چې پکې یو کانکیندونکی مړ شو.

د سکرو د کانکیندونکو وفاقي ټولنې عمومي سېکرټر سلطان محمد خان د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په درېیمه پېښه کې له ښارګې سره نېږدې په خوست (کوسټ) سیمه کې هم د سکرو کان ونړېد چې پکې یو کارکوونکی مړ شو.

البته د هرنايي انتظامي چارواکي مجید جوګېزي درېیمه پېښه تایید نه کړه.

هرنايي د بلوچستان یو له هغو پښتون مېشتو سیمو ده چې پکې د سکرو یا کویلې کانونه موجود دي او زیاتره کارکوونکي یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وي.

تر دې مخکې هم په هرنايي کې ورته پېښې شوې دي. د مارچ پر دویمه په ښارګه کې په یو کان کې د ګیس چاودنې په پېښه کې شپږ مزدوران ووژل شول.

د فبرورۍ پر ۲۶مه په خوست کې وسلوالو د سکرو کانونو مزدورانو پر استوګنځي برید وکړ چې پکې څلور مزدوران ووژل شول او یو ژوبل شو.

د نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول.

داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې لامل یې د حفاظتي معیارونو له پامه غورځول بلل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د کان کیندونکو د اتحاديې مشر علي باش خان د نومبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته ویلي ول د کويلې په کانونو کې دا ډول پېښې نه يوازې د ټېکېدارانو بلکې اړونده سرکاري چارواکو د لاپرواهۍ له امله کېږي.

د ده په وينا، چارواکي او د کانونو مالکان بايد د کان کیندونکيو د خونديتوب لپاره پر حفاظتي تدابیرو عمل باوري کړي.

پر هم هغه ورځ د سکرو د کانونو چارو مشر انسپکټر فضل رازق مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کانونو مشرانو ضد به کاروايي کوي چې د کارکوونکو د تحفظ معیارونه له پامه غورځوي.

په کانونو کې زیاتره پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کېږي چې پکې زیاتره وژل شوي او ژوبل د خیبر پښتونخوا د شانګلې سيمې وي.

د پاکستان د سکرو کان کیندونکو وفاقي ټولنې عمومي سېکرټر سلطان محمد خان وايي، د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو میاشتو کې د هېواد د سکرو په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۴۰ مزدوران وژل شوي دي.

نوموړي تر دې مخکې د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۵۵ مزدوران وژل شوي چې ورڅخه یې ۸۶ یوازې د بلوچستان په کانونو کې مړه شوي دي.

د ده په خبره، په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه هېواد د سکرو په کانونو کې په پېښو کې ۲۳۷ کان کیندونکي وژل شوي ول او تر ۳،۰۰۰ زیات ژوبل ول.

XS
SM
MD
LG