د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د سکرو کان کې په چاودنه کې ۹ کارکوونکي وژل شوي دي


په بلوچستان کې د سکرو په کان کې تر چاودنې وروسته دوه کارکوونکي د بهر وتلو پر مهال - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې د سکرو په کان کې تر چاودنې وروسته دوه کارکوونکي د بهر وتلو پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د اورکزیو د سکرو په یوه کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د سیمې د پولیسو مشر محمد نذیر د شورو یا چارشنبې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې پېښه د نومبر پر ۳۰مه د اورکزیو په لیرې پرته سیمه ډولۍ کې شوې او ژوبل کسان یې د کواټ روغتون ته لېږدولي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د کانونو او معدنیاتو چارو وزارت سلاکار محمد عارف له خولې ویلي چې چارواکو د کان دننه د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

اژانس وايي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او نورو حکومتي چارواکو پر پېښه د خپګان څرګندونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې لامل یې د حفاظتي معیارونو له پامه غورځول بلل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د کان کیندونکو د اتحاديې مشر علي باش خان د نومبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته ویلي ول د کويلې په کانونو کې دا ډول پېښې نه يوازې د ټېکېدارانو بلکې اړونده سرکاري چارواکو د لاپرواهۍ له امله کېږي.

د ده په وينا، چارواکي او د کانونو مالکان بايد د کان کیندونکيو د خونديتوب لپاره پر حفاظتي تدابیرو عمل باوري کړي.

پر هم هغه ورځ د سکرو د کانونو چارو مشر انسپکټر فضل رازق مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کانونو مشرانو ضد به کاروايي کوي چې د کارکوونکو د تحفظ معیارونه له پامه غورځوي.

په کانونو کې زیاتره پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کېږي چې پکې زیاتره وژل شوي او ژوبل د خیبر پښتونخوا د شانګلې سيمې وي.

د کان کیندونکو ټولنه وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د بېلابېلو پېښو له وجې شاوخوا ۷۰ کارکوونکي وژل شوي او یوشمېر ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG