د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند او بلوچستان د سکرو له نړېدلو کانونو څخه د ۴ مزدورانو د ایستلو چارې روانې دي


د بلوچستان په دوکۍ کې کانکیندونکو د جون پر ۱۳مه د خپلو ملګرو د ژغورلو چارو ته دوام ورکړی دی.
د بلوچستان په دوکۍ کې کانکیندونکو د جون پر ۱۳مه د خپلو ملګرو د ژغورلو چارو ته دوام ورکړی دی.

چارواکي او کانکیندونکي وایي، د سيند او بلوچستان صوبو د سکرو په دوه کانونو کې د لاندې شویو څلورو کارکوونکو د ژغورنې هڅې دوام لري.

د سیند د جامشورو د کان کارکوونکو د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د جون پر ۱۱مه د کان نړېدو په پېښه کې دوه مزدوران لاندې شوي چې د ایستلو هڅه یې کوي.

هغوی وویل لاندې شوي دواړه مزدوران وروڼه او د کورمې د پاړه چینار اوسېدونکي دي.

د جامشورو ډېپټي کمېشنر فريدالدين مصطفا او د سيند صوبې د توانايي وزير امتياز شېخ د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د مرستندويه ادارو کارکوونکو له نړېدلي کان څخه د مزدورانو د ايستلو کار پيل کړی دی.

خو کانکیندونکي د حکومت ادعا ردوي او وايي چې تر اوسه هېڅ حکومتي ډله د عملياتو لپاره نه ده ورغلې او هغوی خپله د ژغورنې چارو ته دوام ورکړی دی.

اخوا د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د مې په څلورمه نېټه د کویلي په کان کې د لاندې شویو کانکیندونکو د ژغورنې کار د جون پر ۱۳مه پر ۴۰مه ورځ هم دوام درلود.

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې مشران وايي چې هلته د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات نه کېږي.

د هغوی په وينا، يوازې په ۲۰۲۲ز کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه ۲۸۸ مزدوران وژل شوي دي.

د بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا په زياتره کانونو کې پښتانه مزدوران کار کوي چې اکثريت يې د سوات او شانګلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG