د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د سکرو له نړېدلي کانه د ۳ مزدورانو مړي ایستل شوي دي


په پاکستان کې وخت په وخت د سکرو په کان کې خونړۍ پېښې کېږي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت په وخت د سکرو په کان کې خونړۍ پېښې کېږي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې د درو لاندې شويو مزدورانو مړي ایستل شوي دي.

د اورکزیو انتظامي مشر طیب عبدالله د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته په استولي لیکلي پیغام کې د مړو ایستل تایی کړي دي.

د جون له ۱۴مې راهیسې د بندو پاتې مزدورانو د ایستلو په عملیاتو کې د مرستندویه ډلې ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو، د کانونو ځانګړو ژغورونکو ډلو او تر ۱۵۰ زیات نورو کسانو برخه واخیسته.

هغه مهال چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې کارکوونکي د باران له وجې له مشکلاتو سره مخامخ ول.

چارواکي وایي، د جون پر ۱۴مه د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست او پکې درې مزدوران، چې د شانګلې اوسېدونکي دي، بند پاتې شول.

د کانکیندونکو د ټولنې یو مشر عابد یار مشال راډیو ته وویل، د کان انتظامیې ته یې خبر ورکړی وو چې د باران پر مهال دې کار نه کوي، خو پر دې خبرې عمل و نه شو.

د کان ټېکېدار او مالک لا د عابد یار د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

په اورکزیو کې تر دې مخکې هم په کانونو کې بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۲۲ز کال نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول. داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۶مه د سیند صوبې په جامشورو کې د سکرو د یو کان نړېدو تر پېښې پینځه ورځې وروسته له کانه د دوو مزدورانو مړي ایستل شوي ول.

چارواکو او مزدورانو مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کانکیندونکي د کورمې د پاړه چینار دي چې د جون پر ۱۱مه تر کان لاندې شول.

د سکرو له کانه ۴۰ ورځې وروسته د یو مزدور مړی ایستل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

له دې پرته، د جون پر ۱۴مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه د یو مړی ایستل شوی وو او د بل لټون روان وو.

دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه تر باران وروسته په کان کې اوبه جمع شوې او کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول.

په پاکستان کې د سکرو کانونو د اتحادیې مشران وايي چې هلته د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات نه کېږي.

د هغوی په وينا، يوازې په ۲۰۲۲ز کال په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه ۲۸۸ مزدوران وژل شوي دي.

د بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا په زياتره کانونو کې پښتانه مزدوران کار کوي چې اکثريت يې د سوات او شانګلې دي.

XS
SM
MD
LG