د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ او ټانک کې ۲ پولیس وژل شوي دي


په دېره اسماعیل خان کې پولیس د خپل یو ملګري د جنازې پر مهال - پخوانی انځور.
په دېره اسماعیل خان کې پولیس د خپل یو ملګري د جنازې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ او ټانک کې په دوو حملو کې د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژل شوي او یو ژوبل دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو یو اسېسټنټ سب انسپکټر (اې اېس ای) او یو سرتېری د اپرېل پر شپږمه ماښام مهال د ماموندو په بر کلي کې پلي (پیاده) روان ول چې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شول.

دی وايي، په پېښه کې اې اېس ای بخت زاده ووژل او سرتېری احسان الله ژوبل شو.

اسرار زیاتوي چې بمي برید د رېموټ کنټرول په وسیله شوی دی.

په همدې حال کې په جنوبي ضلع ټانک کې وسلوالو د پولیسو یو سرتېری ویشتلی دی.

د ټانک د ښار یا سېټي تاڼېدار اصغر وزیر مشال راډیو ته وویل چې سرتېری ظاهر شاه د اپرېل پر شپږمه ماښام مهال د خپلې دندې تر پوره کولو وروسته له پولیس لاینز څخه کور ته روان وو چې له ووکېشنل کالج سره نېږدې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.

وزیر زیاتوي چې پولیسو تر پېښې وروسته په سیمه کې د وسلوالو لټون پیل کړی دی.

د باجوړ او ټانک د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر پینځمه په لکي مروتو او جنوبي وزیرستان کې په دوو حملو کې د یو افسر په ګډون درې پولیس ووژل شول.

پولیس وايي چې وسلوالو په لکي مروتو کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یو افسر او یو سرتېری ووژل شول.

تر دې څو ساعته مخکې د کوز جنوبي وزیرستان په برمل کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې ساتونکی یو سرتېری وویشت.

د لکي مروتو او کوز جنوبي وزیرستان د حملو ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کوي.

په خيبرپښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ د اپرېل پر شپږمه په ډېره اسماعیل خان کې د عملیاتو پر مهال د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې عملیات یې د هغه ښار د کلاچۍ په کوټ سلطان سیمه کې کړي دي.

XS
SM
MD
LG