د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د ګمرکي چارو ادارې د افسر په ګډون ۳ کسان وژل شوي


دا په یوه اوونۍ کې د کسټم پر چارواکو دویم برید دی ـ انځور له ارشیفه.
دا په یوه اوونۍ کې د کسټم پر چارواکو دویم برید دی ـ انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې وسلوالو د ګمرکي چارو یا کسټمز ادارې يو افسر په ګډون درې کسان وژلي دي.

د ډيره اسماعيل خان پوليسو په بيان کې ويلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۲۱مه په يارک سيمه کې د ګمرکي چارو کارکوونکو په ګاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې یې انسپکټر حسنين او دوه امنيتي سرتېري زياد خان او عامر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د ګمرکي چارو د ادارې پر ګاډي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. دا په يوه اوونۍ کې د ګمرک محکمې په چارواکو دوېم بريد دي.

تر دې مخکې د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سګو سيمه کې د اپرېل پر ۱۸مه د کسټم محکمې په ګاډي بريد شوی وو چې د يادې محکمې پينځه کارکوونکو په ګدون اووه کسان پکې وژل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په ډېره اسماعیل خان کې تر دې مخکې هم وسلوالو حملې کړې دي. د مارچ پر ۲۱مه هلته پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شول ول.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې په درابڼ کې پر چوډه (چودوان) تاڼې په حمله کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي ځواکونو يو شمېر حملې شوې دي چې یوه هغه يې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه په درابڼ کې شوې وه چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

د مارچ په ۱۶ مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې وه.

په خيبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG