د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې بمي چاودنې د اېف سي ۱۵ سرتېري ژوبل کړي دي


په وروستيو کې خيبر پښتونخوا کې وسلوال بريدونه او بمي چاودنې زياتې شوې دي ـ انځور له ارشيفه
په وروستيو کې خيبر پښتونخوا کې وسلوال بريدونه او بمي چاودنې زياتې شوې دي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په بره باړه کې يوې بمي چاودنې د پاکستان د سرحدي ځواک يا ایف سي لږ تر لږه ۱۵ سرتېري ژوبل کړي دي.

په خیبر کې د ملېشه ځواک یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې د اپرېل پر ۲۴مه د اېف سي د ۱۰۶ کنډک پر قافله د سړک پر غاړه ښخ کړل شوي بارودي مواد وچاودېدل.

نوموړي زياته کړه چې د سرحدي ځواک غړو په باړه کې ګزمه کوله چې چاودنه ورباندې وشوه.

د یاد چارواکي په وینا، ژوبل شرتېري د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دی.

تر اوسه چا د هغه بمي بريد ذمه واري نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په بره باړه او د تیرا میدان په ليرې پرتو سیمو کې له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ د وسلوالو پر ضد عملیات روان کړي دي.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو وسلوال بريدونه زيات شوي دي. بلخوا امنيتي سرتېري هم ادعا کوي چې د وسلوالو پرضد يې د عملياتو پر مهال د هغوی پټنځايونه په نخښه کړي او مرګژوبله يې ورته اړولې ده.

په خيبر پښتونخوا کې له روانې ناامني پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې هم کړې دي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG