د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري: ګاونډي هېوادونه دې د ترهګرو ډلو پرضد سخت اقدامات وکړي


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پارلېمان غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پارلېمان غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په هېواد کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه ښوولې ده خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۸مه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې ترهګري یې د هېواد او د سیمې امنیت ګواښي نو ځکه یې پرضد د ګډو هڅو ضرورت دی. "پاکستان باور لري چې ترهګري [د سیمې] ګډه مسله ده او پرضد یې باید په شریکه هڅې وشي. موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو هیله لرو چې د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي چې زموږ پر امنیتي ځواکونو او خلکو په حملو کې ککړ دي."

زرداري په خپلو خبرو کې د ګاونډیو هېوادونو نومونه یاد نه کړل خو اسلام اباد د طالبانو حکومت تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته یې پټنځایونه ورکړي دي او د هغې ډلې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې حملې کوي.

البته د طالبانو حکومت دا تور ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

اسلام اباد داراز په تېرو وختونو کې تور پورې کړی دی چې بلوڅ بېلتونپالي وسلوال په ایران کې پټنځایونه لري.

تهران هم وايي چې په پاکستان کې مېشت وسلوال له پولې هغې خوا ته په ایران کې په حملو کې ککړ دي.

د همدې تورونو پر اساس دواړو هېوادونو د روان ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پر یو بل په حملو کې د وسلوالو د پټنځایونو په نښه کولو دعوې کړې وې.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پارلېمان د دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) پروژې په خطر کې واچوي. "موږ به دښمن عناصر پرې نه ږدو چې دا مهمه پروژه په خطر کې واچوي او یا د دواړو هېوادونو ترمینځ پیاوړی تعلق کمزوری کړي. موږ به د خپلو چینايي وروڼو او خویندو د امنیت باوري کولو لپاره ټول اړین اقدامات وکړو."

زرداري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. هغو انجینرانو د بر کوهستان په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. بیجنګ تر پېښې وروسته له اسلام اباده چینايي وګړو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

د سني اتحاد کونسل غړو، چې اکثریت یې د پاکستان تحریک انصاف پلویان دي، د ولسمشر زرداري د شاوخوا نیم ساعته وینا پر مهال مسلسل د هغه پرضد نعرې وهلې.

د پاکستان د ایین د ۵۶مې مادې د درېیمې برخې له مخې ولسمشر باید تر پارلېماني انتخاباتو وروسته او داراز، د هر پارلېماني کال په پیلېدو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډه غونډه وروغواړي او ورته وینا وکړي.

۶۸ کلن اصف علي زرداري سږ کال په مارچ کې په دویم ځل د پاکستان ولسمشر منتخب شو. نوموړي تر دې مخکې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د پاکستان ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې وه.

د پاکستان ولسمشر د دولت مشر او د ټولو ځواکونو اعلا قومندان وي خو له اجراییوي یا انتظامي پلوه زیات واک نه لري.

XS
SM
MD
LG