د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نرښځیان وايي حکومت پر هغوی تشدد کوونکو ته سزا نه ورکوي


په پاکستان کې پر نرښځیانو وخت په وخت بریدونه شوي چې پر ضد یې هغوی مظاهرې هم کړي دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې پر نرښځیانو وخت په وخت بریدونه شوي چې پر ضد یې هغوی مظاهرې هم کړي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبرپښتونخوا د نرښځیانو ټولنې له حکومته غوښتنه کړې چې تحفظ دې ورکړي.

د نومبر پر ۱۷مه، په پېښور پریس کلب کې د ټرانس ایکشن په نوم د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې او منزل فاونډېشن لخوا په بلل شوې یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو ټولنې د خپل امنیت په اړه اندېښې څرګندې کړې.

د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې مشرې فرزانې مشال راډيو ته وویل چې د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د نرښځیانو د قتل ۱۲۱پېښې شوي او ورباندې د تشدد زرګونه مقدمې درج شوي دي خو ککړو کسانو ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې.

هغه وايي: "په خواجه سراوو (نرښځیانو) تشدد هم کېږي، د جنسي تیري سره هم مخ کېږي، خلک ترې ویښته هم په زوره کټ کوي. تر اوسه به ۳،۰۰۰ پورې اېف ای ار لیکل شوي وي خو هیچا ته سزا نه ده ورکړل شوې."

نرښځیان وايي، که ککړو کسانو ته سزا ورکول کیدای نو داسې پېښې به بیا نه تکرارېدې. دوی غوښتنه کوي چې قانون نافدوونکې ادارې دې د دوی د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

یو بل نرښځی چې وایي تشدد پرې شوی، د نوم نه ښودولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې ورځ تر بلې ورسره په ټولنه کې د خلکو ناسم چلند زیاتېږي او خلک ترې کرکه کوي.

هغه وايي:

"بډه بیرې ته پروګرام ته تللي وو، هلته راپسې خلک راغلل، ډزې یې راباندې وکړې، له ویښتو یې راښکلو، سپکاوی یې راته وکړ، موبایلونه یې را نه واخیستل خو موږ له ویرې اېف ای ار هم درج نه کړی شو."

د پېښور پولیسو اېس اېس پي اپرېشنز کاشف افتاب عباسي مشال راډیو ته وویل چې د ده په مشرۍ د نرښځیانو لپاره یوه کمیټي جوړه شوې ده او کوشش کوي چې د دوی د امنیت مسله حل کړي. نوموړي وویل چې پولیسو کې نرښځیانو ته د نوکریانو په ورکولو هم کار روان دی څو په باعزته توګه ژوند وکړل شي.

د پېښور پولیس وايي دوی داسې پلان هم لري چې د ښځینه پولیسو په رنګ په پولیسو کي تعلیمیافته نرښځیانو ته نوکريانې ورکړي چې په ښه توګه د نرښځیانو د بېلابېلو مسلو حل کولو لپاره لاره هواره کړي.

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۸ م کال کې د نرښځیانو د حقونو خوندي ساتلو قانون منظور کړ چې په کې یو نرښځي ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ټول بنیادي حقونه ورکړی شوي دي خو د دې سربېره د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې وخت په وخت پر نرښځیانو حملې شوي دي او هغوی ته یې مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG