د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا: نرښځیانو د خپل امنيت لپاره احتجاجي مظاهره کړې


خيبر پښتونخوا کې نرښځيان د خپل يو ملګري تر وژل کېدو وروسته مظاهره کوي. انځور له ارشيفه
خيبر پښتونخوا کې نرښځيان د خپل يو ملګري تر وژل کېدو وروسته مظاهره کوي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نرښځيانو د مارچ پر ۲۸مه د پېښور پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی امنيت دې باوري کړي.

پر دې مهال د نرښځيانو د حقونو لپاره د فعال سازمان "منزل" مشرې ارزو خان مشال راډيو ته وويل چې يوازې په تېرو دوو اوونيو کې څلور نرښځیان وژل شوي دي.

"دا وخت څلور لويې پېښې شوې دي چې پکې څلور نرښځیان وژل شوي او اووه نور زخميان شوي دي او د هغو په هسپتال کې علاج روان دی. د حسينه مانو په وژنه کې ککړ کسان لا نه دې نيول شوي."

ارزو خان زياته کړه چې په دغو کې د يوې پېښې دوې میاشتې وشوې او د بلې هغې ۱۲مه ورځ ده خو تورن کسان لا هم نه دې نيول شوي.

نرښځيان وايي پرضد يې تشدد دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

مشال راډیو په دې اړه له حکومتي چارواکو سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه خو هغوی ټېليفون ته ځواب نه وايه. تر دې وړاندې د خيبرپښتونخوا د بشري حقونو او قانون او انصاف څانګې مرستيال مشر مقصود خان د مارچ پر ۱۸مه نېټه مشال راډیو ته ويلي وو چې حکومت د نرښځیانو د امنيت لپاره ځينې ګامونه په پام کې نیولي خو البته هغه د اقداماتو څرنګوالی په ډاګه نکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې په خيبر پښتونخوا کې د ښځو ځواکمنولو او په ټولنه کې له پامه غورځول شويو ډلو د حقونو لپاره کارکوونکي غير حکومتي سازمان "بلیو وېنز" په خپل يو راپور کې ويلي وو چې له ۲۰۱۵ز څخه تر ۲۰۲۰ز کال تر پايه په دې صوبه کې ۷۳ نرښځيان وژل شوي.

د راپور ترمخه په همدغه موده کې تر ۱۵۰۰ پورې نرښځيان له جنسي ځورونې سره هم مخامخ شوي دي.

خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکي تيمور کمال د دې راپ،ر تر خپرېدو وروسته مشال راډيو ته ويلي وو چې پر نرښځيانو د تشدد ۱۱۰۰۰ پېښي ثبت شوي خو په دغو کې يو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG