د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې یو کس خپل نرښځی ورور وژلی دی


په خیبر پښتونخوا کې په تېرو وختونو کې پر نرښځیانو د تشدد او د هغوی د وژنو ضد احتجاجونه شوي دي - پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو وختونو کې پر نرښځیانو د تشدد او د هغوی د وژنو ضد احتجاجونه شوي دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کواټ ضلع کې یو کس خپل نرښځی ورور وژلی دی او دوه نور نرښځي یې ټپي کړي دي.

د پوليسو وياند فضل نعيم د فبرورۍ پر ۱۲ مه مشال راډيو ته وویل چې پېښه د خالي یا شنبې پر ورځ کواټ ښار ته نېږدې په تپیو سیمه کې شوې ده.

دی وايي، هغه کس خپل ورور او ورسره دوه نور نرښځي وویشتل.

د وژل شوي نر ښځي پلار عارف سليم پوليسو ته ويلي چې د ده زوی طارق سليم د کور له خلکو سره اړیکې پرې کړې وې او په تيرا بازار کې له نورو نرښځیو سره اوسېده.

د فضل نعیم په وینا، مقدمه په محمد ریاض شهید تاڼه کې د وژل شوي نرښځي د پلار په مدعيت کې د هغه د زوی اصف سليم پرضد درج شوې ده.

په پېښه کې دوه نور نرښځیان نياز محمد عرف نازو او حسين عرف رابعه ژوبل شوي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د پوليسو وياند فضل نعیم زیاته کړه چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ملزم لا نه دی نیول شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG