د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: پینځو کلونو کې ۷۳ نرښځیان وژل شوي


د مدني فعال تيمور کمال په خبره، په صوبه کې له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې نرښځيان دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ښځو ځواکمنولو او په ټولنه کې له پامه غورځول شوو ډلو د حقونو لپاره کارکوونکی غير حکومتي سازمان - د بلیو وېنز - په تازه راپور کې ويلي دي چې له ۲۰۱۵م تر ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر مياشت پوري ۷۳ نرښځيان وژل شوي.

د راپور ترمخه په همدغه موده کې تر ۱۵۰۰ پورې نرښځيان جنسي ځورونې سره هم مخامخ شوي دي.
د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکي تيمور کمال د اکتوبر پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې پر نرښځيانو د تشدد ۱۱۰۰۰ پېښي ثبت شوي خو په دغو کې يو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې. د تيمور کمال په خبره، د نرښځيانو قضيو کې مجرمانو ته د سزا نه ورکولو ډېر وجوهات دي.

هغه وايي: "لومړی پوليس په سمه توګه پلټنې نه کوي نو هغه کسان له عدالته باعزته خوشې شي. بله وجه د نرښځيانو لخوا ملزمانو سره د روغې جوړې خبره ده. يا د نرښځيانو کورنۍ هغو کسانو سره روغه وکړي چې په دې قضيو کې ککړ وي. نرښځيان ډېرو کړاونو سره مخامخ دي او بله لاره هم ورسره نه وي ځکه ملزمانو سره روغه وکړي."


غير دولتي ادارې بليو وينز په خپل راپور کې دا هم ويلي دي چې پر نرښځيانو د تشدد زياتره پېښې د هغوی نزدې ملګرو لخوا کېږي او د دې علت د ملګرتيا څخه انکار وي.

خو د مدني فعال تيمور کمال په خبره، په ټولنه کې نرښځيانو ته هغه پاملرنه نه کېږي چې څه رنګه یې چې حق دی.

په پېښور کې يوې نرښځۍ نيازبېنې چې پلار يې نېشته او د خپلو وروڼو پالنه کوي، د اکتوبر پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې له مجبورۍ له کوره وتلي ده خو په هر ځای کې يې خلک تنګوي.

هغه وايي: "هر سړی راته سپک ګوري. هر کس راته اوازونه کوي. نه په يو ځای کې کېناستی او نه پاڅېدی شو. موږ په پېښور کې کار نه شو کولی ځکه چې هر سړی درپسې اوازونه کوي. ما له پخلی راځي خو ما څوک نه پرېږدي. هر سړی اواز کوي چې دا هېجړا دی. نو زه مجبوره شوم چې نڅا وکړم."

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

له ستونزو سره یوازې نيازبېنه مخ نه ده، یوه بله نرښځۍ راني بی بي هم د دغو ستونزو له وجې له پېښوره کوهاټ ته کډه شوې ده. راني د اکتوبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې خپلو ملګرو پسې ځورېږي.

راني بي بي زياته کړه: "موږ ډېر مجبوره يو. زه خپلو ملګرو پسې سخته خفه يم. په پېښور کې به خلکو ډيره تنګولم ځکه مې ښار پرېښود. موږ له وېرې کله يو ځای او کله بل ځای کې پاتې کېږو. موږ ټولو لويو ادارو او چارواکو ته ويناوې وکړې خو زموږ اواز څوک نه اوري."

که څه هم په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو اوسنۍکره شمېره معلومه نه ده، خو د مدني فعال تيمور کمال په خبره، په صوبه کې له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې نرښځيان دي. د پاکستان وروستۍ سرشمېرنه چې په ۲۰۱۷ کال شوې وه، په ټول هېواد کې د نرښځيانو شمېره ۱۰ زره ښايي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د تېر سېپټېمبر مياشتې په اخره کې د نرښځيانو لپاره د هستوګنې د جلا ځايونو ورکولو پرېکړه کړې وه.

ارشیف انځور
ارشیف انځور

په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند او د بشري حقونو کميټۍ غړي پير فدا محمد د اکتوبر پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې د قانون په نظر کې ټول وګړي برابر دي او يو شان حقونه لري خو په دې لړ کې د ټولني زمه واري جوړېږي چې خپلو رويو کې بدلون راولي.

هغه وويل چې حکومت د نرښځيانو د ستونزو حل کولو ته ژمن دی:

د نورو خلکو ترڅنګ نرښځيان کولی شي چې د اعلا وزير شکايتي مرکز کې خپلې ستونزې شريکې کړي. د دې ترڅنګ وزيراعظم پورټل د لارې هم نرښځيان خپلې ستونزې چارواکو ته رسولی شي. موږ د پوليسو نظام کې نور اصلاحات راويستي دي چې ورسره به دا مسله ختمه شي.

که څه هم حکومتي چارواکي د نرښځيانو د ستونزو حل کولو لپاره ژمنې کوي خو مدني فعالان وايي، تېر صوبايي حکومت د نرښځيانو لپاره ۲۰ کروړه روپۍ بیلې کړې وي خو هغه پيسې د نرښځیانو په خير ښېګړې نه دي لګېدلې. نرښځيان له حکومته د تحفظ او له خلکو غواړي چې په ټولنه کې يې قبول کړي.

XS
SM
MD
LG