د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د یو هندو ځوان د وژنې ضد پرلت پیل شوی دی


هنداونو د کراچۍ نيو ټاون تاڼې مخې ته د کمل کېشن تر وژل کېدو وروسته پرلت وهلی دی - د مې درېيمې انځور
هنداونو د کراچۍ نيو ټاون تاڼې مخې ته د کمل کېشن تر وژل کېدو وروسته پرلت وهلی دی - د مې درېيمې انځور

په کراچۍ کې یوشمېر هندوانو پر پولیسو د یوه ځوان د وژنې تور پورې کړی او د پېښې پرضد یې احتجاجي پرلت وهلی دی.

د کراچۍ نیو ټاون تاڼې ته مخامخ ناست احتجاجیان وايي، د مې پر لومړۍ نېټه پوليسو په يوه "جعلي نښته" کې یو هندو ځوان کمل کېشن وواژه.

پر هغه ورځ د کراچۍ پولیسو ویلي ول چې یو مشکوک غل يې وژلی او بل يې ژوندی نیولی دی. پوليسو دا ادعا هم کړې وه چې تر نښتې وروسته یې له هغوی څخه وسله، غلا کړي موبایلونه او پیسې هم ترلاسه کړې دي.

خو د وژل شوي ځوان ورور رام کېشن د مې پر درېيمه مشال راډیو ته وویل، چې کمل کېشن "وسلوال یا ترهګر نه وو."

نوموړي وویل، کمل کېشن د مې پر لومړۍ نېټه د خپلو خویندو د ودونو لپاره د سودا اخيستو په غرض له خپل تره زوی سره يو ځای د کراچۍ ليارۍ سيمې ته روان وو چې د هغه په وينا، پولیسو په "جعلي نښته" کې وواژه.

رام کېشن زياته کړه چې پوليسو له هغوی څخه پيسې هم اخيستي او بيا يې ورته ټېلېفون کړی وو چې ورور يې په روغتون کې ژوبل دی. نوموړی وايي کله چې يې کورنۍ روغتون ته ورغله، نو کمل کېشن مړ پروت وو.

بل خوا د سیمې د پولیسو یو مشر زبیر نظیر شېخ د مې پر درېيمه مشال راډیو ته وويل چې د هندو ځوان د وژنې مقدمه يې درج کړې او د پولیسو یو انسپکټر فرمان علي شاه يې نيولی او ورڅخه پلټنې کوي.

د شيخ په وينا، لوړ پوړو پوليس چارواکو د ګلشن اقبال سيمې د پوليسو اېس ايس پي ظفر صديق په مشرۍ کې د پلټنو يوه کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې په دوه ورځو کې به خپل راپور ورسپاري.

خو په احتجاج ناست هندوان ادعا کوي چې پوليسو يوازې خپل يو عسکر نيولی او په پېښه کې اصلي تورن پولیس سرتېري نه نيسي.

هغوی زياته کړه چې د انصاف تر ترلاسه کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کراچۍ کې پر پولیسو په جعلي نښتو کې د خلکو د وژنې تور پورې شوی دی.

تر دې مخکې په اپرېل کې د کراچۍ په لياري سيمه کي پوليسو ادعا کړې وه چې د محمد اسماعيل په نوم يو تن یې په نښته کې وژلی دی، خو وروسته پوليسو هغه نښته "جعلي" بللي وه او په پېښه کې یې د ککړتیا په تور دوه سرتېري نیولي ول.

بل خوا د روان ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۰مه د کراچۍ په مهران ټاون سيمه کې پوليسو د نښتې پر مهال د محمد واصف په نوم يو تن د وژلو دعوه کړې وه. وروسته پلټنو هغه مقابله هم جعلي بللې وه او په پېښه کې تورن څلور پوليس يې نيولي ول چې اوس په زندان کې دي.

په دې لړ کې يوه تر ټولو مشهوره قضيه د جنوبي وزیرستان د نقیب الله مسيد ده چې پوليسو د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه له درو نورو کسانو سره يو ځای وژلی وو.

راو انوار، چې هغه وخت د ملير ضلعې د پوليسو مشر وو، ادعا کړې وه چې نقيب الله مسيد د وسلوالې ډلې غړی وو، خو وروسته د معاملې د پلټنې لپاره جوړې شوې د پوليسو تحقیقاتي ډلې هغه نښته جعلي بللې وه.

تر هغې وروسته د نقيب الله د وژنې په تور د راو انوار او ۲۵ نورو کسانو خلاف د ښار په سچل پوليس تاڼه کې مقدمه درج شوې وه. د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ په ۲۳مه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت راو انوار او له هغه سره ملګري نور کسان د نقيب مسيد د وژنې په ‏مقدمه کې بري کړي ول‎.‎ خو د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار د بري کېدو فېصله په سیند های کورټ کې چیلېنج کړې ده.

XS
SM
MD
LG