د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ۱۸ کلن وزيرستانی ځوان وژل شوی


محمد وسيم د جولای پر ۱۱مه په کراچۍ کې د خپل کور مخې ته ورک شوی وو ــ انځور له ارشيفه
محمد وسيم د جولای پر ۱۱مه په کراچۍ کې د خپل کور مخې ته ورک شوی وو ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د جنوبي وزيرستان يو ځوان وژل شوی دی.

د سهراب ګوټ تاڼې د پوليسو مشر يا اېس اېچ او د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وژل شوی ځوان محمد وسيم دی چې عمر يې ۱۸ کاله دی. "موږ ته له ملير کينټ روډ سچل سيمې څخه اطلاع راغلې وه چې هلته يو مړی پروت دی. کله چې موږ ورغللو نو دغه ځوان څو ورځې وړاندې وژل شوی وو. تر قانوني پړاوونو وروسته مو مړی د هغه کورنۍ ته سپارلی دی."

پوليس وايي چې د کورنۍ غړو تر اوسه پر هېچا شک نه دی څرګند کړی او نه هم تر اوسه د کاروباري راکړې ورکړې يا نورې دښمنۍ په اړه څه ډول راپور شته.

د پوليس په وينا، دوی د محمد وسيم له کورنۍ سره په تماس کې دي او پلټنې يې پيل کړې دي.

د محمد وسيم د تره زوی شاکر الله د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وسيم د لوی اختر پر دویمه ورځ (د جولای پر ۱۱مه) له خپل کور بهر ناڅاپه ورک شو. د هغه په وينا، د جولای پر ۱۳مه پوليسو خبر ورکړ چې له ملير کینټ سره نېږدې سيمه کې يې د محمد وسيم مړی موندلی او هغه پر سر دوه ډزه ويشتل شوی دی.

محمد وسيم د جنوبۍ وزيرستان د مکين سيمې دی. د نوموړي کورنۍ په ۲۰۰۹ز کال کې هلته د ناامنۍ له کبله کراچۍ ته کډه شوې وه. د هغه يوه ګاونډي عادل خان مشال راډيو ته وويل چې د وسيم پلار ګاډی چلاوه او محمد وسيم ورسره کلینر وو.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبرپر شپږمه د کراچۍ په بلديه ټاون سيمه کې پوليسو په يوه مقابله کې د جنوبي وزيرستان يو ځوان ارسلان مسيد هم وژلی او د هغه ملګرې ياسر اپرېدی يي ژوبل کړی وو. وروسته د پوليسو مشرانو هغه نښته "مشکوکه" وبلله. په هغه پېښه کې تورن د پوليسو يو اېس اېچ او، يو سپاهي او يو بل کس په زندان کې دي او قضيه د ترهګرۍ ضد عدالت کې روانه ده.

تر هغه وړاندې، يوه بله پېښه چې پراخه مظاهرې يې پارولې وې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د قوي کېدو سبب هم شوه، د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد د وژنې وه. د مسيد د وژنې په تور ګڼ پولیس له دندو ليرې او د ملير د پولیسو پر مشر راو انوار لا هم مقدمه روانه ده.

XS
SM
MD
LG