د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان خاوره هېچا ته نه پرېږدو. د وزیرو جرګه


په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د میرلي کنډکپر بازار
په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د میرلي کنډکپر بازار

د جرګې ګډنوال احسان ولي د اېپي فقیر د لمسي په مشرۍ کې د ترسره شوې جرګې په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان دولت سره خبرې کوو که ناکامه شولې کډه کېږو.


د شمالي وزیرستان په کڅکۍ کې د اتمانزو وزیرو، داوړ مشرانو او ګڼ نور ولس د ستر پښتون مبارز اېپي فقیر د ځايناستي او د هغه د لمسي حاجي شېر محمد په مشرۍ یوه لویه جرګه وشوه چې په سیمه کې د د پاکستانیو پوځي عملیاتو، د روانې ناامنۍ او د قانون نشتوالي په باب پکې قبایلي مشرانو څرګندونې وکړې.


د جرګې مشرانو مشال راډيو ته وویل چې د جرګې موخه په سیمه کې د ناامنۍ ختمولو او د امنیت پر ځای کول دي.

د اېپي فقیر لمسي حاجي شېر محمد وویل، «چې د دوی د جرګې بنیادي مقصد امن دی. د پاکستان دولت او د وزیرستان ولس ترمنځ چې کومې ناسم -پوهی «غلط -فهمي» رامنځ ته شوې د هغې لرې کول او حلاره رااېستل دي. موږ د پاکستان دولت ته دا ویل غواړو چې موږ څه بد کړي دي، هغه راوښيی، چې پر هغو په ګډه خبرې اترې سره وکړو.«

د جرګې یو بل برخوال مولوي نوروز خان بیا مشال راډيو ته وویل، «هر هغه څوک چې زموږ په سیمه کې امن نه غواړي، د خپل ښه نیت په مټ به یې پخلا کړو»

د جرګې بل ګډنوال احسان ولي د اېپي فقیر د لمسي په مشرۍ کې د ترسره شوې جرګې په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان دولت سره خبرې کوو که ناکامه شولې کډه کېږو.

«موږ لومړی امن غواړو. موږ وزیرستان چا ته نه پرېږدو. بله دا چې موږ له پاکستان سره دا فیصلې کړې وې، چې، زموږ لخوا به پر تاسو هېڅ ډز نه کېږي، خو کله چې د پاکستان پوځ زموږ په سیمو کې کاروايي کوي نو موږ باید خبر کړي. چې د بېلګې په توګه په پلانۍ سیمه کې مو شک دی. اوس چې زموږ پر خاوره پوځ کومه بمباري کړې ده. د دې موږ په کلکو ټکو غندنه کوو. موږ به خبرې اترې کوو، د خبرو اترو پر لار ځو خو که خبرې ناکامېږي بیا موږ له دې وطنه کډې وړو»

د یادولو ده چې په تېرو لسو کالونو کې لومړی ځل دی چې د سیمې ځايي ولس او قبایلي مشران د امن و امان پر ځای کولو لپاره راغونډ شوي دي.
XS
SM
MD
LG