د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې يو سېک حکيم په هدفي بريد کې وژل شوی


د پاکستان سېکان وايي، په پرله پسې ډول د هدفي وژنو ښکار ګرځي، انځور په ۲۰۱۸م کال کې د یو وژل شوي سېک چرنجیت سېنګ دی.
د پاکستان سېکان وايي، په پرله پسې ډول د هدفي وژنو ښکار ګرځي، انځور په ۲۰۱۸م کال کې د یو وژل شوي سېک چرنجیت سېنګ دی.

د پاکستان د سېک اقلیت مشر رادېش سينګ ټوني په پېښور کې د ناپېژندل شویو کسانو لخوا د یوه سېک حکیم هدفي وژنه غندلې او له حکومته یې د قاتلانو د نیولو غوښتنه کړېده.

نوموړي د مارچ پر ۳۱مه دا بیان له هغې وروسته رسنیو ته ورکړی چې په پېښور کې یو سېک دوکاندار د موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.

پولیس وايي چې وسله والو پرون (د مارچ پر ۳۱مه ) ماسپښین د پېښور په رېنګ روډ باندې په عطا محمد ګړۍ کې د یال سېنګ په نوم سېک دوکاندار په خپل دوکان کې پر ډزو وواژه. بریدګر وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د پولیىسو په وینا وژل شوی ديال سېنګـ ۴۰ کلن وو، د خېبر ضلعې اوسیدونکی او په قام اکاخېل وو. هغه له تېرې څه مودې نه د پېښور په محله جوګن شاه کې اوسېده.

په پاکستان کې د سېک اقلیت مشر رادېش سينګ ټوني د دیال سېنګ د مړینې په غندلو سره ویلي چې حکومت د هغوی د ورورولۍ د کسانو د سر په خوندیتوب کې پاتې راغلی او د ۲۰۱۳ کال نه تر دې مهاله د هغوی ۲۸ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

رادېش سينګ ټوني مطالبه کړې ده چې ریاست دې مذهبي لږکیو ته د سر او مال تحفظ ورکړي. هغه ویلي، د تاسف ځای دی چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې یو هندو ډاکټر ووژل شو او ورپسې یې په پېښور کې سېک حکیم په نخښه کړل شو.

د رحمان بابا پولیسو تاڼې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ ضد قانون او د پاکستان پېنل کوډ د ۳۰۲مې دفعې لاندې یې د نا معلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده او د پیښې پلټنې کوي. د هغه په وینا پولیس چارواکي د دیال سېنګ کور ته ورغلي او د هغه کورنۍ ته یې په جرم کې د ککړو کسانو د نیولو ډاډ ورکړی دی.


د صوبې نګران وزير اعلا محمد اعظم خان په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او پولیسو ته یې د ککړو کسانو زر تر زره د نیولو هدایات ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په پېښور او خواوشا سیمو کې او همدا رنګه د ملک په نورو برخو کې هم په وسله والو بریدونو کې یو شمېر سېکان، هندوان او د نورو مذهبي لږکیو کسان وخت په وخت وژل شوي دي. په خېبر او بونیر کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له کبله د سېکانو یو شمېر کورنۍ پېښور او د پاکستان نورو برخو ته په کډه مجبوره شوي دي.

د مارچ پر ۳۰مه، وسلوالو په کراچۍ ښار کې د سترګو د ناروغیو یو نومیالی هندو ډاکتر بیربل ګېناني وژلی وو. پولیسو د مارچ پر ۳۰مه شپې ناوخته په بیان کې ویلي دي چې ۶۲ کلن ډاکتر ګېناني د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام په خپل موټر کې له یوه شخصي کلېنېکه کور ته روان وو چې په ګارډن سیمه کې ورباندې وسلوالو برید وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر ډاکتر ګېناني برید چا او ولې کړی دی؟ خو د پولیسو یوه مشر عرفان علي بلوڅ د مارچ پر ۳۰مه شپې ناوخته خبریالانو ته وویل چې داسې ښکاري چې پر نوموړي هدفي برید شوی دی.

XS
SM
MD
LG