د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر هندوان او سېکان وايي، په جنګ ځپلو کې دې وشمارل شي


د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا او باړه کې د هندوانو او سېکانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ میشتې وې چې اوس پېښور او د ملک نورو برخو ته کډه شوې دي.
د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا او باړه کې د هندوانو او سېکانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ میشتې وې چې اوس پېښور او د ملک نورو برخو ته کډه شوې دي.

د خیبر قبایلي ضلعې له لرې پرتې سیمې تیرا څخه د بدامنیو له کبله پېښور او او د ملک نورو برخو ته کډه شوي هندوان او سېکان وايي، د نور ولس په څېر دوی هم ځپل شوي دي.

دوی وایي، د ځایي قبایلو په څیر د دوی کورونه هم ویجاړ شوي خو د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو په سروې کې لا چا نه دي شامل کړل شوي.

دوی وايي، د نور ځپل شوي ولس په څېر دوی هم معاوضو ته اړتیا لري چې په تیرا کې د خپل پلار نیکه کورونه ورغوي.

د هندو لږکیو منوج کمار مشال راډیو ته وویل، تیرا میدان کې یې ژوند کاوه خو په ۲۰۱۳ز کې له هغې سیمې پېښور ته کډه شو.

ده وویل، "ډېر تاوان مې شوی، کور مې وران شوی، دوکانونه مو وران شوي خو د متاثرینو په فهرست کې چا نه یو شامل کړي، هېچا معاوضه نه ده راکړې."

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې تیرا او باړه کې د دوی شمشان ګاټ (د هندوانو د مړیو سوځلو ځای) او نور ځایونه خوندي کړي.

د سېک اقلیت نیدان سېنګ وایي د دوی زیاتره کورنۍ حسن ابدال، ننکانه او پېښور ته تللې دي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "په باړه کې مو ډېر ښه وخت تېر کړی، موږ ټول متاثره شو، اوس چې په نورو بندوبستي ضلعو کې اباد شوي یو نو ډیره مشکله ده چې باړې ته ستانه شو دا ځکه چې په دې ضلعو کې مو خپل کاروباونه پیل کړي دي او بچي مو په سکولونو کې داخل کړي نو په نیمايي کې یې تعلیم نه شو پرېښوولای."

د قبایلي ضلعو د اقلیتونو په مخصوصه څوکۍ د واکمن ګوند تحریک انصاف له خوا منتخب شوی د صوبایي اسمبلۍ غړی ولسن وزیر وایي، "موږ به د تیرا او باړې د هندوانو او سیکانو حال واخلو، که د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو سروې نه پاتې وي یا ورته په ستنیدو که څه ستونزه وي نو ما سره دې تماس ونیسي."

ده وویل چې دا ستونزې به یې د افتونو پر وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ته وړاندې کوي.

ده وویل هڅه به کوي‌ چې د دوی خپل کورونه او دوکانونه بیا ورغوي او خپلو سیمو ته یې ستانه کړي.

د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا او باړه کې د هندوانو او سېکانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ میشتې وې چې اوس پېښور او د ملک نورو برخو ته کډه شوې دي.

د دې تر څنګ په خیبر ضلع کې د عیسویو لږکۍ کورنۍ هم ژوند کوي چې شمېر یې تر ۱،۲۰۰ هم زیات دی.

دې اقلیتي وګړو ته په دې وروسته کې د ډومیسایل سرټیفیکیټ حق ورکړل شوی او د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې یوه مخصوصه څوکۍ هم ورکړل شوې ده او په ځینې محکمو کې نوکرۍ هم ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG