د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ عمران خان ته حفاظتي ضمانت ورکړی دی


د تحریک انصاف مشر عمران خان ګاډی د مارچ پر ۲۱مه د پولیسو په حصار کې لاهور های کورټ ته د تګ پر مهال.
د تحریک انصاف مشر عمران خان ګاډی د مارچ پر ۲۱مه د پولیسو په حصار کې لاهور های کورټ ته د تګ پر مهال.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته "په اووه مقدمو کې" تر ګرفتارۍ مخکې "حفاظتي ضمانت" ورکړی دی.

نوموړی د ګډوډۍ پیدا کولو او ترهګرۍ په تورونو له یوشمېر مقدمو سره مخامخ دی چې هغه یې ردوي.

هغه مقدمې د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د توشه خانې په قضیه کې ضلعي عدالت ته د حاضرېدو پر وخت د تاوتریخوالي د پېښو له وجې دایرې شوې وې.

خان د مارچ پر ۲۱مه د درو قضیو په ترڅ کې له لاهور های کورټه حفاظتي ضمانت ترلاسه کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پولیس وايي، انتظامیې د مارچ پر ۲۷مه په پلازمېنه کې د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده نافذه کړې ده چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، په یو ځای کې له پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز دی.

په همدې حال کې د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر کړی دی چې د مارچ پر ۲۷مه دې "د یوې ورځې" لپاره په اسلام اباد کې د "غونډو، لاریونونو او جلسو" په اړه ژوندۍ خپرونې نه کوي.

اسلام اباد های کورټ ته حاضري

د تحریک انصاف ګوند د مارچ پر ۲۷مه پر رسمي ټوېټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري چې د عمران خان ګاډی د اسلام اباد های کورټ ودانې ته داخلېږي.

په ویډیو کې ښکاري چې د خان د ګاډي امنیت لپاره ګڼ پولیس سرتېري ځای پر ځای شوي او د هغه ګڼ پلویان هم عدالت ته ورغلي دي.

پر پخواني وزیراعظم هغه اووه مقدمې د مارچ پر ۱۸مه د ګولړې، باره کهو، رمنا، کنه، او پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په تاڼو کې تر هغې وروسته دایرې شوې وې چې دی د توشه خانې په قضیه کې د اسلام اباد ضلعي عدالت ته حاضرېده او پر هغه مهال یې د ګڼو پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي پېښې وشوې.

پولیسو د مظاهرچیانو د پارولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او تر مارچ ۱۸مې وروسته یې سلګونه کسان ګرفتار کړل.

د اسلام اباد پولیسو ویلي چې د مارچ ۱۸مې د تاوتریخوالي، نښتو او ګډوډیو پر مهال د تحریک انصاف پلویانو ۵۸ سرتېري ژوبل کړي، د پولیسو او ځواکونو ۱۲ ګاډي او ۲۰ موټرسایکلونه یې سوځولي او یوې څوکۍ یا پوستې ته یې اور اچولی دی.

خو د تحریک انصاف یو مخکښ مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۲مه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې ګوند یې پر "بېګناه ولس" د "تشدد" کولو په تړاو د اسلام اباد انتظامیې پرضد مقدمه دایروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۳مه د هغو پېښو پلټنو لپاره د ګډې تحقیقاتي ډلې (جې ای ټي) جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان رسنۍ وايي، عمران خان د مارچ پر ۲۷مه له لاهوره اسلام اباد ته ورغی چې های کورټ ته حاضر شي. تر دې لږ ساعت مخکې تحریک انصاف ګوند عدالت ته د ضمانت غوښتنلیکونه ورکړل.

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، غوښتنلیکونه د خان وکیل سلمان صفدر دایر کړي دي چې پکې یې ویلي دي چې د هغه ګرفتاري به د "نه جبرانېدونکي (ناقابل تلافي) زیان" لامل شي.

د ورځپاڼې په خبره، د اسلام اباد های کورټ د مشر قاضي عامر فاروق په مشرۍ دوه کسیزې جرګګې د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړه او هغه ته یې ضمانت ورکړ.

د اسلام اباد پولیسو امر

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۲۷مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې په پلازمېنه کې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي ده او چې "هر چا یې سرغړونه وکړه، ګرفتار به یې کړي."

په بیان کې راغلي چې د های کورټ ودانۍ ته یوازې "اړوند کسان" داخلېدو ته پرېږدي.

تر دې وروسته پولیسو په یوه بل بیان کې ویلي دي چې تحریک انصاف ګوند ورسره د "همغږۍ" لپاره یو مخکښ سیاستوال عامر کیاني ته دنده سپارلې ده او هغه ورته "باور ورکړی" چې ورسره به "همکاري" کوي.

د پېمرا امر

د پاکستان ډان ورځپاڼه، جیو نیوز ټېلېوېژن او نورې رسنۍ وايي چې د برېښنايي رسنیو انتظام ادارې یا پېمرا د مارچ پر ۲۷مه سهار وختي په بیان کې ویلي دي چې رسنۍ دې د یوې ورځې لپاره په پلازمېنه کې په ژوندۍ بڼه د لاریونونو، ولسي غونډو او جلسو په اړه خبرونه نه ورکوي.

په بیان کې راغلي دي چې قانون پلي کوونکو ادارو پېمرا ته په اسلام اباد کې د امنیتي وضعې په اړه یو لیک استولی دی.

بیان وايي، په لیک کې راغلي چې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې ټېلېوېژنونو داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې پکې "بلوه شوي خلک" پر "پولیسو" او د "قانون پلي کوونکو ادارو" پر کارکوونکو د "حملو" کولو پر مهال ښوول شوي دي.

پېمرا د لیک په حواله ویلي دي چې د دې ډول ویډیوګانو ښوول د "ګډوډۍ" او په خلکو کې د "وېرې او وارخطایۍ" لامل کېږي.

همدا وجه ده چې د برېښنايي رسنیو انتظام ادارې د سپریم کورټ د احکاماتو او د قانون له مخې ټېلېوېژنونو ته ویلي دي چې ولسي غونډو ته دې پوښښ نه ورکوي.

د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته د عمران خان د حاضرېدو پر وخت د هغه د پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې.
د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته د عمران خان د حاضرېدو پر وخت د هغه د پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې.

د مارچ پر ۱۸مه چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د توشه خانې په قضیه کې د اسلام اباد ضلعي عدالت ته حاضرېده نو هغه مهال هم پېمرا ورته امر کړی وو خو پر دې سربېره د پاکستان ټېلېوېژنونو هغه چارې په ژوندۍ بڼه وښودې.

عمران خان پر هغه ورځ د اسلام اباد ضلعي عدالت ته ورغی خو قاضي یې حاضري له ودانۍ بهر ومنله او د هغه د ګرفتارۍ امر یې منسوخ کړ. عدالت په رسمي ډول د خان د تورنولو لپاره د مارچ ۳۰مه نېټه ټاکلې ده.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۳مه هم د عمران خان پرضد د توشه خانې د قضيې اورېدنه کړې وه چې نوموړی ورته د اسلام اباد های کورټ پر حکم سربېره حاضر نه شو. تر دې مخکې هم عدالت نوموړی درې ځلې په همدې قضیه کې ورغوښتی وو خو دی اورېدنو ته ورنغی.

خان د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته تر حاضرېدو مخکې په بیا بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی نو ځکه نه غواړي چې زندان ته ولاړ شي او عدالت ته هم د ویډیو له لارې حاضرېدو ته تیار دی. دی داراز، د توشه خانې قضیه سیاسي بولي او وايي هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG