د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي د عمران حاضري د عدالت نه بهر ومنله


قاضي د عمران حاضري د عدالت نه بهر ومنله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

عمران خان اسلام اباد کې عدالت ته له حاضرۍ وروسته لاهور ته ستون شو. د عمران خان د توشه خانې قضیې اورېدنه د اسلام اباد په جوډيشل ودانۍ کې وه. عمران خان محکمې ته داخل نه شو او د عدالت د ودانۍ نه د باندې یې خپله حاضري ډسټرکټ او سیشن جج ظفر اقبال ته ورکړه. قاضي د عمران خان حاضري ومنله، د هغه لاس لیک یې واخیست او بیا یې نوموړي ته د ستنېدو اجازه ورکړه. وروسته قاضي د یادې قضیې اورېدنه د مارچ تر ۳۰مې نېټې وځنډوله. د پخواني وزيراعظم سره د ورغلو پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG