د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان وايي متحده عربي اماراتو سلګونه افغانان په حراست کې ساتلي


په متحده عربي اماراتو کې یوشمېر افغانان امریکا ته د لېږد په بهیر کې د ځنډ پرضد د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په متحده عربي اماراتو کې یوشمېر افغانان امریکا ته د لېږد په بهیر کې د ځنډ پرضد د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي چې متحده عربي اماراتو "سلګونه افغان وګړي په بند" کې ساتلي دي.

سازمان د مارچ پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت زرګونه افغانان په شخصي چارټر پروازونو کې ابوظبۍ ته ولېږدول او بیا یې نورو ځایونو ته انتقال کړل.

بیان زیاتوي‌ چې ډېری افغانان وروسته په امریکا، کاناډا او نورو ځایونو کې مېشت شول خو ګڼ لا هم په اسلام اباد کې په دې تمه دي چې امریکا ته ولېږدول شي.

هغو افغانانو په تېرو وختونو کې د اوږدمهاله انتظار له کبله په اسلام اباد او متحده عربي اماراتو کې مظاهرې هم کړې دي.

خو په متحده عربي اماراتو کې چارواکو په ابوظبي کې "له ۲،۴۰۰ څخه تر ۲،۷۰۰ پورې افغانان" له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې نیولي دي.

د هیومن رایټس واچ په وینا، دا هغه افغان وګړي دي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستانه تللي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د بشري حقونو د څار سازمان یوې څېړونکې جويي شې ویلي،‌ "د اماراتو چارواکو په زرګونو افغان پناه غوښتونکي له ۱۵ میاشتو راهیسې په سختو او بدو شرایطو کې بند ساتلي دي" چې نورو هېوادونو ته د لېږدول کېدو په "دوسیو کې د پرمختګ تمه نه لري."

د بشري حقونو هغه نړیوال سازمان ویلي چې د نیول شویو کسانو حیثیت معلومولو او د تحفظ ضرورتونو ته د عادلانه لاسرسي په برخه کې باید ګامونه پورته شي.

هیومن رایټس واچ په سمدستي توګه د هغو کسانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د متحده عربي اماراتو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې په دې اړه لیکلي دي.

د متحده عربي اماراتو د وزارتونو په ګډون امریکا د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی. خو واشنګټن تر دې مخکې یې حکومت ټینګار کړی دی چې د ټولو قانوني چارو په بشپړېدو د افغانانو امریکا ته لېږدولو ته ژمن دی.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پیل کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام (پي دوه) اعلان کړ چې په زرګونو افغانان په امریکا کې د کډوالو په توګه مېشت کړي.

له دې پرته د لومړۍ ترجېح پروګرام (پي یو) د هغو کسانو لپاره دی چې د رنګ، نسل، جنس، دین یا سیاسي نظریاتو پر اساس د ځورونې یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG