د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او هسپانيا د لنډمهال لپاره خپل افغان کارکوونکي په پوځي اډو کې ساتي


افغانان يوې الوتکې ته د ختو په حال کې دي
افغانان يوې الوتکې ته د ختو په حال کې دي

امریکا او هسپانيا سلا شوي چې هغه افغانان چې د دغو هېوادونو سره په افغانستان کې کار کړی، په خپلو پوځي اډو کې ساتي.‌

د هسپانيې حکومت د اګست په ۲۲مه وويل چې پرون یې وزیراعظم پېدرو سانچېز په دې اړه د امريکايي‌ ولسمشر جو بايډن سره په ټېلېفون خبرې وکړي او دې هوکړې ته ورسېدل.

د دغې موافقې له مخه به افغان کډوال تر هغې پورې د سېوېل او کاډيز سره نيږدې روټا پوځي اډو کې تر هغې پورې ساتل کېږي چې نورو هېوادونو ته یې د تګ کارونه نه وې بشپړ شوي.

د اګست په ۲۱مه، یوه الوتکه چې د امریکايي حکومت سره د کار کوونکو ۳۶ افغانانو په شمول پکې ۱۱۰ افغانان او د هغوی کورنۍ سپرې وې. د هسپانې د ميډریډ ښار سره نيزدي يوې پوځي اډې ته رسېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG