د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو په کرک او شانګله کې مرګ ژوبله اړولې


په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ځینو برخو کې بارانونو او سیلۍ ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور
په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ځینو برخو کې بارانونو او سیلۍ ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کرک او شانګله کې باران او تېزې سیلۍ د یوې زنانه په ګډون درې تنه وژلې او نهه کسان یې ژوبل کړي دي.

د کرک ضلعې په تخت نصرتي سیمه کې باران او تېزې سیلۍ یوه زنانه وژلې او نهه کسان یې ژوبل کړي دي.

د تخت نصرتي روغتون ډاکټر عابد ملوک مشال راډیو ته وویل، د جولای پر څلورمه باران له وجې د یو کور چت او دیوالونه غورځیدلي چې یوه ښځه پکې وژل شوې.

هغه وویل نهه زخمیان هم روغتون ته وروړل شوي ول چې پکې یې څلور د ضلعې لوی روغتون ته استولي او پاتې هغه یې له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږلي.

د ضلعې مرستيال کمېشنر يونس خان مشال رېډيو ته وویل، د باران او سیلۍ څخه خلکو ته د اوښتي زیان د معلوماتو په ټولولو بوخت دی او اغېزمنو ته د ضرورت توکي ورکوي.

ځینو پاکستانیو ورځپاڼو د د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) له قوله ویلي چې د جولای پر څلورمه د تېزو بارانونو له وجې په شانګله کې هم دوه تنه وژل شوي دي.

په ورستیو کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ځینو برخو کې بارانونو او سیلۍ زیانونه اړولي دي.

د جون پر ۲۷مه په بنو کې د مدرسې چت پرېوتو په پېښه کې درې زده کوونکي ووژل شوی او دوه نور زخمیان شول.

تر هغې مخکې د جون پر ۲۵ هم د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه ښځه وژل شوې او شپږ کسان ژوبل شوي وو. دا راز د مردان په ګړۍ کپوره کې د کور چت د پرېوتو له کبله یوه ښځه او شپږ کلن زوی يې ژوبل شوي وو.

هلته په پنجاب صوبه کې د هند پولې ته څېرمه په ناروال ضلع کې د جون پر ۲۴مه د تندر پرېوتو په دوه جلا جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پينځه کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG