د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې ورښتونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

چارواکي وايي، په پنجاب کې وروستیو سختو ورښتونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په لاهور، ګوجرانواله، چکوال، شیخوپوره، فېصل اباد او نورو ښارونو کې د جولای په پنځمه او شپږمه نېټه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي دي چې پکې ۳۲ یې زیات ژوبل دي.

په پنجاب کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په دغو پېښو کې د کورونو پرېوتل، د بجلۍ کرنټ لګېدل او په اوبو کې ډوبېدل شامل دي.

چارواکي وايي په روغتونونو کې د زخمیانو مناسبه درملنه روانه ده، سهولتونه ورکول کېږي او د سېلابونو او د بارانونو د زیانونو د معلومولو لپاره د صوبې په لویو ښارونو کې کنټرول خونې پرانېستل شوې دي.

په لاهور کې د مشال رېډيو خبريال وايي د سخت باران له کبله په ډېرو سیمو کې بجلي پرې شوې، د روغتونونو بېړنۍ خونې له اوبو ډکې شوي او د ښار ځیني سړکونه هم په باراني اوبو کې ډوب دي.

د لاهور ښار اوبو او پاکۍ اداره وايي ښار کې په لومړیو ۱۰ ساعتونو کې ۲۹۱ ملي میټره باران ثبت شوی وو چې په تيرو ۳۰ کلونو کې د رېکارډ کچې باران دی. همدا رنګه د لاهور ښار ځینو دوو تر درې فوټه پورې اوبه ولاړې دي.

د پاکستان د موسمياتو د څانګې په وینا په راتلونکو ورځو کې د نورو سختو بارانونو کېدو امکان دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب حکومت ته امر کړی چې باران ځپلو سيمو ته دې سمدستي مرستندويه ډلې واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG