د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د سخت باران او سیلۍ له کبله ۲۷ تنه وژل شوي، ۱۴۶ ژوبل دي


د بنو اوسېدونکي د روغتون د بیړنیو روغتیايي خدماتو څانګې مخې ته ولاړ دي او یو تن یوه ژوبله ماشومه تر درملنې وروسته کور ته لېږدوي - د جون ۱۰مې انځور.
د بنو اوسېدونکي د روغتون د بیړنیو روغتیايي خدماتو څانګې مخې ته ولاړ دي او یو تن یوه ژوبله ماشومه تر درملنې وروسته کور ته لېږدوي - د جون ۱۰مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د سخت باران او سیلۍ له کبله په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ ټپیان دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جون پر ۱۰مه شپې مهال په بیان کې ویلي دي چې د شنبې (خالي) پر ورځ بارانونو او طوفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې تر ۶۰ زیاتو ودانیو ته هم تاوانونه اړولي دي.

د هغې ادارې ویاند تیمور خان د جون پر ۱۱مه مشال راډيو ته تازه مرګژوبله تایید کړه.

تر دې مخکې د هغې ادارې بل ویاند احسان داوړ مشال راډيو ته ویلي ول، "په بنو، کرک، ډېره اسماعیل خان، او لکي مروتو کې ټول ۲۵ تنه وژل شوي، ۱۴۵ ژوبل دي."

د داوړ په خبره، تر ټولو زیات زیان په بنو کې اوښتی دی او پي ډي اېم اې له ضلعي انتظامیو سره په شریکه د اغېزمنو کسانو مرسته کوي. "د ګڼو کورونو دېوالونه او چتونه د تېزې هوا له کبله پرېوتي. د پي ډي اېم اې [د کار] خپله طریقه ده، له ټولو [اغېزمنو] سره به مرسته کېږي او [حکومت] د ټولو متاثره کورنیو [د بیړني] امداد لپاره څلور کروړه روپۍ جاري کړې دي."

د بنو اوسېدونکو او د مرستندویه ادارو کارکوونکو ګڼ ژوبل کسان د ښار لوی روغتون ته رسولي - د جون ۱۰مې انځور.
د بنو اوسېدونکو او د مرستندویه ادارو کارکوونکو ګڼ ژوبل کسان د ښار لوی روغتون ته رسولي - د جون ۱۰مې انځور.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکو او د بنو انتظامي مشر منظور اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې مرګژوبله د کورونو د چتونو او دېوالونو پرېوتو له کبله شوې ده.

د اپرېدي په خبره، انتظامیې د بېلابېلو سیمو له اغېزمنو سره د مرستو ډلې جوړې کړې دي. "په هسپتالونو کې ډاکتران موجود دي. [حکومتي ډلې] د مختلفو سیمو جاج اخلي. هر ځای چې تاوان شوی، د هغې سروې کوي. د ځاني زیان تر څنګ تر ۱۰۰ زیات څاروي هم وژل شوي دي."

د خیبر پښتونخوا د هغو څلورو ضلعو اوسېدونکو او د مرستندویه ادارو کارکوونکو د جون پر ۱۰مه ګڼ ژوبل کسان روغتونونو ته ورسول.

اخوا د خیبر پښتونخوا د پلانونو چارو لنډمهالي وزیر حامد شاه رسنیو ته ویلي دي چې روغتونونو ته یې امر کړ دی چې اغېزمنو ته پر وخت روغتیايي خدمات ورسوي.

د بنو ضلعي انتظامیه وايي چې د باران او طوفان له کبله د مختلفو سیمو د برېښنا تارونه پرې شوي دي او بجلي قطع شوې چې د بحالۍ هڅې یې روانې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د پسرلي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو او سېلابونو د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو، بېخبنا او فصلونو ته زیان اړولی دی.

د مې په پیل کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه ووژل شول او کورونو او فصلونو ته زیانونه واوښتل.

د مارچ په پای او په اپرېل کې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سخت بارانونه وشول چې له کبله یې فصلونو ته زیان واوښت.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

په اپرېل کې تر ورښتونو وروسته د خیبر پښتونخوا په سوات او په بر کوهستان کې د سېلابونو له کبله دوه عمومي سړکونه تړل شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی وو.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG