د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په غور ولایت کې سېلابونو ۶ کسان وژلي دي


په افغانستان کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې سېلابونو لوی زیانونه واړول - د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۲۶مې انځور.
په افغانستان کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې سېلابونو لوی زیانونه واړول - د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۲۶مې انځور.

په افغانستان کې طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، په غور ولایت کې په سېلاونو کې شپږ تنه وژل شوي او په لسګونو کورونه اوبو وړي دي.

په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي چې د مې پر ۲۳مه په وړوکي ښار فېروزکوه کې درې ښځې او یو ماشوم سېلاب وژلي او کور یې اوبو وړی دی.

هغه زیاته کړه چې په پساوند ولسوالۍ کې یو سړی او یوه ښځه سېلابي اوبو وړي ول چې وروسته یې مړي وموندل شول.

حماس دا هم ویلي چې په پساوند کې یو بل تن هم اوبو وړی چې لا هم ورک دی.

د ده په خبره، د بارانونو او سېلابونو له وجې له ۱۰۰ زیات کورونه او شاوخوا ۲۰۰ هېکټره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

حماس البته د فرانسې خبري اژانس ته زیاته کړې چې تر اوسه د مالي زیانونو په اړه نور جزییات نه لري.

د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لوی مالي زیان یې اړولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG