د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جي ۲۰ ځینو هېوادونو له هنده تر اروپا پورې د اقتصادي دهلېز پر جوړولو موافقه کړې


د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه د سېپتېمبر پر نهمه په نوي دلي کې پیل شوه.
د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه د سېپتېمبر پر نهمه په نوي دلي کې پیل شوه.

هند، سعودي عرب، اروپايي ټولنه او امريکا له هنده تر اروپا پورې د اقتصادي دهلېز پر جوړولو موافقې ته رسېدلي دي.

د هغو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشرانو په نوي دلي کې د لوی او مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) د غونډې پر مهال د اقتصادي دهلېز هوکړه لاسلیک کړې ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د سېپټېمبر پر نهمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، ليکلي چې وياړي چې دا ''لوبه بدلوونکې'' پروژه اعلانوي.

د هغه په وینا، دا پروژه د پاکې انرژۍ برابرولو، اقتصادي ګټو، سوداګرۍ زیاتولو او د پايداره انټرنېټ ورکولو لپاره ډېر اهميت لري.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.

د هغه په وينا، له هند او عربي هېوادونو څخه به تجارتي مالونه د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له لارې جرمني او فرانسې ته لېږدول کېږي.

هغه د دې پروژې د پيل کره نېټه په ډاګه نه کړه خو زیاته یې کړه چې مطالعاتي او څېړنيز کارونه بشپړ شوي او عملي کار به ژر پيل شي.

رویټرز اژانس ليکلي چې د هند ـ منځني ختيځ ـ اروپا اقتصادي دهلېز پروژه دوه برخې لري. مشرقي برخه یې هند له منځني ختيځ سره او شمالي برخه یې عربي هېوادونه له اروپا سره تړي.

د اژانس په خبره، دا تجارتي لاره د چين د يو کمربند ـ يوې لارې د پروژې په سيالۍ کې جوړېږي او يو مقصد یې په سیمه کې د بيجنګ د نفوذ د پراختيا مخه نيول دي.

چین په ۲۰۱۳ز کال کې د یوې کړۍ یوې لارې په نوم پراخې پروژې اعلان کړې چې هدف یې د اسیا، اروپا او افریقایي هېوادونو ترمینځ د بېخبنا (انفراسټرکچر) پرمختګ، سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکول دي. د چین-پاکستان اقتصادي لار (سیپيک) هم د هغو پروژو برخه ده.

د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې افريقايي ټولنه به په هغه ټولنه کې شامله شي. د دې تر څنګ د غونډې په شريکه اعلاميه کې راغلي چې غړي هېوادونه به د سوداګرۍ زياتولو، د انرژۍ راکړې ورکړې، د اقتصادي پرمختيا پراخولو او د مذهبي ازاديو خوندیتوب په برخو کې شريک کار کوي.

د جي ۲۰ ټولنې غونډه د سېپټېمبر پر نهمه د هند په نوي دلي کې پيل شوې چې د امریکایي ولسمشر جو بایډن په ګډون پکې د ټولنې د یوشمېر هېوادونو مشرانو ګډون وکړ.

د چین ولسمشر شي جېنپېنګ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه غونډه کې برخه نه اخلي.

بیجینګ دلیل نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې لومړی وزیر لي چیانګ په غونډه کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین جګړې له کبله د روسیې او لویدیځ اړیکې خرابې دي. کرېملین د سېپټېمبر پر اوومه وویل چې ولسمشر ولادمیر پوتین غونډې ته د ویډیويي وینا پلان هم نه لري خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف سرمشریزې ته ورغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG